د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د سوکوهنې ځینې لوبغاړې ونازول
![د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د سوکوهنې ځینې لوبغاړې ونازول](https://gdb.rferl.org/4F306F18-B4DF-4BE3-9CE2-C1D5CE049CB6_cx30_cy39_cw10_w800_h450.jpg)
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسؤلین وايي چې د سوک وهنې هغه لوبغاړې يې ونازول چې افغانستان ته يې له بېلابېلو سیالیو نه مډالونه راوړي وو.
د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"زموږ پروفشنل لوبغاړي وتوانېدل چې په دُبۍ ښار کې په عربي سیال غالب شي همدا شان زموږ دوهم لوبغاړي هم د جمناسټیک په برخه کې په پاکستان کې په دوستانه سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او درې د سروزرو، دوه د سپینو او یو د بُرنزو مډال يې وګاټه."
نوموړي وویل چې د لوبغاړو نازول د دوی په لوبهییز ژوند مثبت تأثیرات لري او د دوی باید د خپلو زحمتونو ښه پایله وګوي.