چارواکي: په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۷ پولیس وژل شوي
چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن د مې په اومه سهار وختي د تخار د پولیسو پر یوه پوسته حمله وکړه چې اووه پولیس په کې وژل شوي دي.
حمله په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې شوې ده.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري دا خبر تأیيد کړی دی.
هجري د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو ته هم تاوان رسېدلی دی.
خو د هغوی د تلفاتو دقیق رقم نه دی څرګند شوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.
له بله پلوه د افغانستان د سولې عالي شورا نن بیا پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي.
د سولې عالي شورا غوښتنه وکړه چې داسې یو کمېسون دې جوړ شي چې د وسله والو طالبانو د زندانیانو د ازادۍ لپاره کار وکړي.
د شورا ویاند ازادي راډیو ته وویل چې دا کار له سولې سره مرسته کولای شي.