د ګردېز ښاروالۍ ۲۴ قلمه بېلابېلو توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروالۍ په دغه ښار کې پر کلدارو د پېر او پلور د مخنیوي له پیل شوې پروسې سره د مرستې په پار د ۲۴ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو ته په افغانیو نرخونه ټاکلي دي.
که څه هم د ګردېز د ښاروالۍ دا کړنه د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې له نیوکې سره مخ شوې، خو د ګردېز ښاریانو د ښاروالۍ دا کړنه ستایلې او د عملي کېدو غوښتنې یې کړي دي.
د ګردېز ښاریان وایي، مخکې به چې یو جنس په شلو کلدارو و، هغه اوس تقریباً په پنځلس افغانۍ دی چې په دې کې ټول زیان د عام ولس دی.
دوی له مسؤلو چارواکو غواړي چې دغه بیې د کاغذ پرمخ پرېنږدي او تطبیق یې کړي.
د یادولو ده چې په پکتیا کې یوازې په مرکزي ښار ګردېز کې تقریباً تر اویا سلنې د کلدارو د چلند مخه نیول شوې ده.