امریکا په منځي ختیځ او فارس خلیج کې خپل جنګي ځواک پیاوړی کړی
د امریکا متحدو ایالتونو په منځي ختیځ او فارس خلیج کې خپل جنګي ځواک پیاوړی کړی دی.
سیمې ته یې تازه د ارلنګټن په نوم بېړۍ چې پوځیان لېږدوي، استولي، زغروال ګاډي او الوتکې یې هم لېږلي دي، همداراز یې د پیټرویات توغندیو وسایل انتقال کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت وایي چې ایرلنګټن بېړۍ به له ابراهام لنکن بېړۍ سره چې الوتکې لېږدوي، یوځای شي.
امریکا سیمې ته دوه پنځوس الوتکې تر دې مخکې استولې وې.
واشنګتن وایي چې دا هڅې د دې لپاره دي چې د ایران د تهدیدونو مخه ونیول شي.
واشنګتن د ایران د تېلو او فلزاتو پر صادراتو بندیزونه لګولي دي او ویلي یې دي چې پر دغه هېواد دا فشارونه د دې لپاره دي چې له ناوړه فعالیتونو لکه د اټمي وسلو د پراختیا له هڅو لاس واخلي او په سیمه کې له وسله والو سره مرستې ونه کړي.
ایران دا تورونه رد کړي دي.