کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو د مخنيوي هڅې چټکې شوي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په هېواد کې يې د هدفي وژنو د مخنيوي هڅې چټکې کړي دي.
په کابل او څو ولايتونو کې د وروستيو هدفي وژنو له کبله ديني عالمان، ځينې بانفوذ کسان او تحصيل کړي ځوانان په نښه شوي دي.
پرون شنبه په کابل کې د ټلوېزيوني خپرونو يوه پخوانۍ ويانده او د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو کمېسيون سلاکاره مينه منګل ووژل شوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي بيا وايي، دوى د دغسې وژنو د مخنيوي هڅې کړي دي:
"د افغانستان په ګوټ- ګوټ او کابل کې هدفي وژنې کمې شوي دي. زموږ هڅه هم دغه ده چې دښمنان موږ خپله تر هدفي حملو لاندې راولو، پهدې برخه کې زيات فعاليتونه شوي، اوپراتيفي عمليات مو وخت ناوخت ترسره کېږي."
ښاغلى نصرت رحیمي وايي، ځينې هدف وژنې شخصي، ځينې يې جنايي او نورې يې تروريستي جنبه لري.
په وروستيو کې په ننګرهار کې هم د هدفي وژنو پر زياتېدو ځايي خلکو شکايتونه کړي دي.