د فوټبال افغان لوبډله په «F» ګروپ کې سعودي، ازبکستان او هند سره لوبېږي
![د فوټبال افغان لوبډله په «F» ګروپ کې سعودي، ازبکستان او هند سره لوبېږي](https://gdb.rferl.org/2D3F942B-36C2-4E88-A2D0-5F720EF6B6D2_cx25_cy43_cw34_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو په اسیايي سیالیو کې به افغانستان په «F» ګروپ کې له سعودي عربستان، ازبکستان او هندوستان لوبډلو سره لوبې کوي.
د دې فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د روان میلادي کال د نوومبر په ۱۰مه پیلېږي او ۴۶ اسیاسي لوبډلې پهکې برخه لري.
نوموړی وايي:
"د ثور په ۱۹مه نېټه د مالیزیا په کولالامپور ښار کې د دې سیالیو د ګروپ بندې لپاره پچه اچونه وشوه، پهدې سیالیو کې ۴۶ اسیاسي هېوادونو له ۱۹ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه اخلي، اته ګروپونه کې څلور- څلور لوبډلې او په درېیو نورو ګروپونو کې پنځه- پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالي کوي."
د فوټبال د «اي.اېف.سي» د قانون له مخې د هرګروپ کوربهتوب یوه لوبډله پر غاړه لري چې د «F» ګروپ کوربهتوب د سعودي عربستان په غاړه دی.