پولیسو د روسيې په روستوف کې د ګازو تر چاودنې وروسته څېړنې پيل کړي
د روسيې په روستوف سيمه کې چارواکي وايي، د ګازو تر چاودنې وروسته يې جنايي تحقيقات پيل کړي دي.
دغه چاودنه په يوه اپارتمان کې وشوه، چې يو سړى او يو ماشوم يې ووژل.
محلي چارواکي وايي، چاودنې په هغه ودانۍ کې چې د نړېدو له خطر سره مخامخ ده، ګڼ اپارتمانونه تخريب کړي دي.
په پېښه کې دوه کسان سخت ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
تاس خبري اژانس راپور ورکړى، چې تحقيق کوونکو د پېښې په تړاو د ګازو د هغې کمپنۍ اسناد ضبط کړي، چې په سيمه کې يې خدمات وړاندې کول.
په جنورۍ مياشت کې هم په روستوف سيمه کې د طبيعي ګازو په چاودنه کې ٥ کسان مړه شوي وو.
هغه چاودنه د استوګنې د يوې ودانۍ د يوې برخې د نړېدو سبب شوې وه.