په کونړ کې يو قومي مشر د وسله والو په حمله کې ووژل شو
![په کونړ کې يو قومي مشر د وسله والو په حمله کې ووژل شو](https://gdb.rferl.org/9250B630-0950-464F-B4CD-425668F64A52_w800_h450.jpg)
د کونړ ولايت په مرکز کې يو قومي مشر شاه محمد خان د وسله والو په حمله کې ووژل شو.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېرولي ازادي راډيو ته وويل چې دغه قومي مشر نن سهار وختي له کوره جومات ته روان و چې ورباندې ډزې وشوې.
چا د دې پېښې مسؤليت نه دى منلى.
دا په تېرو دوو مياشتو کې په کونړ کې د خپل ډول له مخې درېيمه هدفي وژنه ده.