ای اېم اېف او پاکستان د پور په اړه موافقې ته ورسېدل
![ای اېم اېف او پاکستان د پور په اړه موافقې ته ورسېدل](https://gdb.rferl.org/1632600d-2a6f-434e-addb-9ec5660ece97_tv_w800_h450.jpg)
پاکستاني چارواکي او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي، دواړه خواوې د پاکستاني اقتصاد د سمولو په موخه د پور پر شرطونو سلا شوي. دوی د مې پر ۱۲مه وویل، په راتلونکو درو کلونو کې به ای اېم اېف پاکستان ته شپږ اربه ډالر ورکوي، خو د دې موافقې وروستۍ منظوري به د ای اېم اېف مشران ورکوي. ویډیويي رپورټ.