د افغانستان ولسمشر په جلالاباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی
د افغانستان ولسمشر په جلالاباد کې پرونۍ حمله تروریستي بللی او ویلي دي چې:
"تروریستانو بیا ثابته کړه چې د ولس اجماع ته چې سوله ده، درناوی نه لري."
د ارګ په بیان کې د جمهور رئیس په حواله لیکل شوي چې:
د "ترورېستانو داسې حملې پر روښانه راتلونکي د خلکو باور نهشي کمزوری کولای."
په جلالاباد کې پرون د مې په ۱۳مه څلور چاودنې وشوې.
د ننګرهار والي وویل چې په حملو کې څلور ملکي وګړي ووژل او شل تنه زخمیان شول.
په ننګرهار کې داعش او وسلهوال طالبان فعالیت لري.
هلته د پرونیو حملو مسؤلیت کومې ډلې نهدی اخېستی.