د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی
![د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی](https://gdb.rferl.org/61F4FF66-C232-4901-A7B0-97C30FA411B3_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف هند ته تللی دی.
له کله راهیسې چې امریکا پر ایران خپل بندیزونه تمدید کړي، هند د ایران د تېلو صادرات بند کړي دي.
جواد ظریف نن د مې په ۱۴مه، وویل چې په سیمه کې د تازه پرمختګونو او دوه اړخېزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.
ظریف د هند د بهرنیو چارو د وزیرې، سوشما سوراج سره تر کتنې مخکې، وویل:
"هند زموږ ډېر مهم سیاسي، اقتصادي او سیمهييز شریک دی."
امریکا تېر کال د ایران سره له نړیوالې موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، ووته.
امریکا سږکال پر ایران بندیزونه له سره نافذ کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ایران د تېلو صادرات به صفر ته ورسوي.
چین او هند د ایران د تېلو تر ټولو ستر خریداران دي.
امریکا مخکې، د هند او چین په ګډون د نړۍ شپږو هېوادونو ته استثنايي مهلت ورکړی و چې د ایران تېل واخلي خو د مهلت موده یې تمدید نهکړه.
له هغه راهیسې، چین او هند د ایران د تېلو اخېستل بند کړي دي.