د کابل او پکتيا برياليو اعلان شویو کانديدانو لوړه وکړه
![د کابل او پکتيا برياليو اعلان شویو کانديدانو لوړه وکړه](https://gdb.rferl.org/1D1B40BE-EF1B-4B48-A437-C74E88165CFA_w800_h450.jpg)
ولسي جرګې ته د کابل او پکتيا ولايتونو برياليو اعلان شويو کانديدانو د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لوړه وکړه.
د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو نهايي نتيجې تېره شپه اعلان شوې چې ٩ تنه ښځې او ٢٤ نارينه په نهايي لېست کې راغلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته په خبرو کې وويل:
"پس له دې نه انشاءالله تعالى تاسې په هغه قوت، کفايت او ژمنه چې د افغانستان ولس درباندې باور کړى، دا مهم بنسټ به لکه څنګه چې اساسي قانون ويلي دي، پر خپلو کليدي وظايفو به تمرکز کوي او د افغانستان د خلکو اعتبار به تاسې بېرته ګټئ."
د کابل په شمول د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات تېر کال د میزان میاشتې په ۲۸ مه وشول، خو د کابل د نهايي نتيجو اعلان ٧ مياشتې وځنډېد.