فېسبوک په ژوندۍ بڼه د ويډيوګانو خپرولو شرايط سختوي
فېسبوک وايي، له تاوتريخوالي ډکو ويډيوګانو د خپراوي د مخنيوي په هدف، په ژوندۍ بڼه د ويډيوګانو خپرولو شرايط سختوي.
دغه شرکت وايي، دا کار د نيوزيلنډ په کرايست چرچ کې د مارچ د ۱۵مې د حملو د ويډيوګانو په څېر د تاوتريخجنو ويډيوګانو د خپرولو د مخنيوي په هدف کوي.
د فېسبوک د ادغام د برخې اجرائيه مدير ګى روزين «Guy Rosen» نن وويل، په نيوزيلنډ کې شوې حملې او په ژوندۍ بڼه يې د ويډيو خپرېدو دغه شرکت پر خپلو خدماتو بيا کتنې ته مجبور کړ، څو چا ته د زيان رسېدو او د کرکې خپرېدو لپاره ورڅخه استفاده ونهشي.