کرملین: پوتین افغانستان کې د امریکا او روسیې د واک توازن اړتیا بللې
د امریکا د بهرینو چارو وزیر په مسکو کې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.
پهدې کتنه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان د ستونزې حل «نسبتاً پېچلی» بللى او زیاته کړې يې ده چې د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو دریځ د قوي کېدو په حال کې دی.
کرملین په یو بیان کې ویلي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دغه کتنه کې ویلي:
"زموږ ځینې همکارۍ ډېرې ښې وې، په ځانګړي ډول د شمالي کوریا او افغانستان په اړه، موږ له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ښه کارونه کړي دي."
مسکو په اپرېل میاشت کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا، روسیې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه و، په دغه غونډه کې له وسلهوالو طالبانو څخه وغوښتل شول چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.
د یادونې وړ ده چې مسکو تر دې مخکې هم د افغان ساستوالو او طالب استازو ترمنځ د یوې غونډې کوربه و.