مخ پر زياتېدونکې ګراني: حکومت ته د اپوزېشن خبرداری
د پاکستان اپوزېشن ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر خلکو فشار نه اچوي. دوی غوښتي چې د جون په مياشت کې اعلانوونکي کلني بجټ کې دې پر خلکو ټيکسونه نه لګي او د شيانو نرخونه دې کنټرول شي.