د غزني والي: وروستۍ چاودنې ۶ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي
د غزني والي وايي، په پرونۍ موټر بم چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او تر شلو پورې نور ټپیان دي.
والي زیاتوي، په شپږو وژل شویو کې دوه تنه برید کوونکي، دوه امنیتي سرتېري او دوه تنه ماشومان دي، په ټپیانو کې ۷ تنه پولیس او پاتې نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي کسان دي.
والي وحیدالله کلیمزي د چهارشنبې پهدې اړه ازادي راډیو ته یې وویل:
"برید کوونکو غوښتل چې د ولایت پر مقام، امنیه قومانداني او یا هم کومه بله دولتي اداره برید وکړي، خو پولیسو یې مخ ډب کړه."
چاودنه پرون ماسپښین د غزني ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د کابل کندهار پر لویه لاره د «پي.ار. ټي» سیمې ته څېرمه پهداسې حال کې شوې وه چې پولیسو غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې ټانګ ودروي، خو د نه درېدو په صورت کې یې ورباندې ډزې وکړې چې وروسته چاودنه رامنځ ته شوه.
چاودنه وسلهوالو طالبانو کړې ده.
د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي رادیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي دي چې د دوی یو کس له چاودیدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د امینتي ځواکونو د خاصې قطعې په مرکز کې چاودولی دی او زیاته مرګ ژوبله یې اړولې ده.