روسیه کې د څو بمي ګواښونو له کبله د تخلیې چارې له سره پیل شوې
د روسیې په یو شمېر ښارونو کې د څو بمي ګواښونو له کبله په پراخه کچه د تخلیې چارې له سره پیل شوې. سیمهییز روسي چارواکي وایي، د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» د مسکو په ګډون په یو شمېر ښارونو کې زرګونه کسان له اداري ودانیو، ښوونځیو، پوهنتونونو، مارکېټونو، روغتونونو او هوټلونو څخه د خوندیتوب په هدف وایستل شول. د روس چارواکو په خبره په سپټمبر کې د ټیلیفون له لارې د هغو بمي ګواښونو سیل چې وروسته جعلي ثابت شول، د دې لامل شول چې د روسیې په ۱۹۰ ښارونو کې له ۳۵۰۰ عامه ودانیو څخه تر دوه میلیونه ډېر کسان تخلیه شي. Читать дальше...