ټرمپ وايي د چین لخوا شمالي کوریا ته د تېلو صادرولو مایوسه کړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین وغانده، ویې ویل، په دې ډېر مایوسه شوی چې پیکېنګ اجازه ورکوي چې شمالي کوریا ته تېل صادر شي. ټرمپ وايي، چین په دې کار د کوریا د ټاپوزمې د شخړې «دوستانه حل» له خطر سره مخامخوي. د امریکا ولسمشر په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي، که دا وضعیت په دې ډول دوام وکړي، د شمالي کوریا ستونزې ته به هېڅکله دوستانه حللار ونه موندل شي. ښاغلي ټرمپ دا خبره وروسته له دې وکړه چې پرون پنجشنبه چین د جنوبي کوریا د یوې ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ویلي یې و، چین د ملګرو ملتونو د بندیزونو سرغړونه کړې او پر شمالي کوریا یې تېل پلورلي دي.