برېتانیا د یوه ناڅاپي خو شدید ناروغ په اړه پلټنې کوي
د برېتانيې د ترورېزم ضد اداره په ناڅاپې او شدیده توګه د هغه کس د ناروغه کېدو په اړه تحقیقات کوي چې ویل ...
د برېتانيې د ترورېزم ضد اداره په ناڅاپې او شدیده توګه د هغه کس د ناروغه کېدو په اړه تحقیقات کوي چې ویل ...
د دایکنډي ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت پر نوه مېش ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه وسله وال وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی. د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله نن سې شنبه سهار پیل شوې وه چې تر مازیګر مهال یې دوام وکړ. چارواکي وایي، پر دایکنډي چې نسبتاً امن ولایت دی، له ګاونډي نا ارامه ولایت ارزګان څخه ځیني وختونه وسله وال حملې کوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، وسله والو طالبانو ته حکومت د سولې پراخ وړاندیزونه کړي او که پرهغوی سربېره یوشمېر سیاستوال یا سیاسي کړۍ نور وړاندیزونه مطرح کوي هغه د افرادو شخصي نظردی. نیویارک ټایمزورځپاڼې په وروستۍ یوه ګڼه کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په حواله ویلي چې هغه له طالبانو سره د سولې د هڅو په ترڅ کې ولسمشر غني ته د یو شمېر وړاندیزونو ترڅنګ طالبانو ته په افغانستان کې د امن سیمو یا د سولې په نوم د ولایتونو وړاندیز کړی، خو د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي نن آزادي راډیو ته وویل چې دا د افرادو شخصي نظردی... Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې شمال او شمال ختیځ کې د شته ناامنیو...
د کندهار د ارغنداب د سيند دواړو غاړو ته د ٢٢ ميليونو ډالرو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړېدو چاري بشپړي او د سې....
د فرانس ولسمشر ایمېنویل میکخوان په خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ټینګار کړی چې په شام کې د ملګرو ملتونو لخوا ۳۰ ورځنۍ ډزبندي بغیر له شک شوبې (شبهې) منل یقیني کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خوست کې د یوه موټربم چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي. د دې وزارت له خوا نن سې شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پولیسو نن سهار وختي یو هاموې موټر چې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي او ترهګرو غوښتل هغه د دې ولایت په مربوطاتو کې والوځوي، د اسمعیل خېلو ولسوالۍ په زني خیل کلي کې په نښه او هغه یې شنډ کړ.
شمالي کوریا غواړي چې د اټمي وسلو د له منځه وړلو په اړه له متحده ایالاتو سره خبرې وکړي...
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو وسله والو په ګډون لږترلږه ۳۱ وسله وال وژل شوي دي. د دې وزارت له خوا نن سې شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې په ننگرهار، لغمان، کونړ، غزنی، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، کندز، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي، دغه راز ۱۷ وسله وال ټپیان شوي او دوه تنه نیول شوي دي.
په لغمان ولایت کې پر ۲زره داخلي بېځایه شویو کورنیو باندې بېلابېل خوراکي توکي ووېشل شوه. د لغمان والي له دفتره په خپوره شوې اعلامیه کې ویل شوي یاد خوراکي توکي چې اوړه، وریځې، غوښې او ځينې نور بېلابېل خوراکي توکې پکې شامل و د چین او قزاقستان هېوادونو لخوا مرسته شوي و چې د لغمان د مرستیال والي په حضور کې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو پر بېځایه شویو اړمنو کورنیو باندې ووېشل شول. بېځایه شویو کورنیو د مرستو په تر لاسه کولو سره خوښي وښودل او له سیمه ییز چارواکو چارواکو یې وغوښتل چې د دوی د لاسنیوي لپاره ورته نورې مرستې هم ورسره وکړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکی دفتر وايي، د روان کال د پیل راهیسې په تیرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر شلو زرو زیات افغانان له خپلو سیمو بې ځایه کیدو ته اړ شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، روسیه د سیمې پر وضیعت خپل اغېز لري او باید د سولې په پروسه کې ترې...
په سوات کې یوشمېر ځوانانو د پښتو کتابونو وړیا سټال لګولی دی. دوی وايي، دا کار یې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره کړی. په دغه اړه ویډیو رپورټ وګورئ.
د هلمند ولایت د زمین داور کانال او د موسی کلا د اوبو بند د جوړولو قرارداد تېره ورځ ناوخته د افغانستان د زراعت وزیر او یو خصوصي شرکت له لوري د ولسمشر په حضور کې لاسلیک شو. د زراعت او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د فقر کچه راټيټه او په سیمه کې به د سېلابونو مخنیوی وشي. نوموړی همداراز وویل چې په دې سره به د زراعتي ځمکو د اوبو او برېښنا اړتیا هم پوره شي. دی وايي چې دا پروژه د درې اعشاریه ۶ ميلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي چې لګښت افغان حکومت ورکوي.
په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازي له حکومته غوښتنه کوي چې د غزني د مسئلې د حل په هدف دې ژر ترژره اقدام وکړي. د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بېلابېلو مدني ټولنو لسګونه استازو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال په غزني کې د دوه قومونو ترمنځ د شوې شخړې سوله ییز حل وغوښت. د دې اعتراضیه غونډې یو تن استازي رحمت الله اندړ ازادي راډيو ته وویل: "برمته شوي کسان دې په عاجل ډول راخوشي کړل شي،قاتلین باید ډېر ژر په علني ډول په اشد مجازات محکوم شي، پېښه دې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او په کې لاس لرونکي اشخاص باید... Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا له استازو سره په کتنه کې په خورا زیات اخلاص د خبرو وړاندیز کړی او له جنوبي کوریا سره د یووالي په اړه د خبرو د پرمخ بیولو په برخه کې خپله غوڅه لېوالتیا یې په ډاګه څرګنده کړې ده. د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای اېن له استازو سره د کیم نننۍ کتنه د دواړو خواوو لومړۍ کتنه وه او ښيي چې د شمالي کوریا د اټمي ازموینو له کبله دواړه کوریاګانې په خپلو اړیکو کې له کلونو کړکېچ وروسته اوس هڅه کوي چې خپل اړیکي ښه کړي. د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې کیم په دې کتنه... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې نن خپله دوهمه لوبه له زېمبابوې سره کوي. په دې لړۍ کې د ملي لوبډلې لومړۍ مسابقه د سکاټلنډ په وړاندې وه چې ویې وبایلله. نننۍ لوبه به د زېمبابوې په بولیوایو ښار کې وي او د کابل پر وخت د غرمې پر دوولسو بجو پیلېږي.
په خیبر پښتونخوا کې د نایانو یا سلمانیانو د اتحادیې اعلان کړی چې د دې اتحاديې غړي به تر دې وروسته په دغه صوبه ...
ننګرهار ولایت کې د تیلو په یو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. نن سې شنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد تورخم په لویه لار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ګمرګ په سیمه کې د تیلو په یوه ټانکر موټر کې د شوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ دوکانونو هم اور اخېستی چې میلیونونه افغانۍ مالي زیان يې اړولی دی. ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل چې اور په ټانکر پسې د نښلول... Читать дальше...
نن سې شنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد تورخم په لویه لار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ګمرګ په سیمه کې د تیلو په یوه ټانکر موټر کې د شوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل چې د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ دوکانونو هم اور اخېستی چې میلیونونه افغانۍ مالي زیان يې اړولی دی. ښاغلي خوګیاڼي دا هم وویل چې اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې سیمې ته پر وخت د اور وژنې عمله ورسېده چې اوس مهال اور مهار شوی دی.
طالبانو ته د ولسمشر د سولې وړانديز يو ځل بيا د نړيوالو رسنيو د پام وړ ګرځېدلی دی.
د غزني ولایت والي انجنیر عبدالکریم د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار ...
متحدو ایالاتو پر وسلهوالو طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي.
متحدو ایالاتو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي. د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز پرون دوشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، افغان ولسمشر له طالبانو څخه هاغسې چې د دې ډلې ویاند ویلي، تسلیمیدل نه غواړي. افغان ولسمشر تېره اوونۍ د کابل د پروسې په کنفرانس کې د سولې لپاره خپله طرح اعلان کړه، خو طالبانو په پرلهپسې ډول له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی. مېرمن ویلز وویل،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکی دفتر وايي، د نوي میلادي کال د پیل راهېسې په تېرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر ۲۰ زرو زیات افغانان له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي. دې ادارې په یو بیان کې ویلي چې یوازې په میدان وردګو ولایت کې د حکومت د یوې مخالفې وسلهوالې ډلې او د حکومت د یوې طرفدارې ملېشه ډلې ترمنځ د جګړې له کبله څلور نیم زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي. د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه څه کم ۵۰۰ کسان افغانستان... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости