ارزګان چارواکي: د برمته کسانو په خوشې کولو کې پرمختګونه شوي
د ارزګان د والي وياند وايي، د دولت له وسلهوالو مخالفینو سره د پاتې برمته کسانو د خوشې کولو په برخه کې ځينې پرمختګونه شوي دي. وسلهوالو کسانو له نن څخه ١٥ ورځې مخکې د ارزګان-کندهار پر لويه لار ٣٠ مسافر له موټرو کښته او له ځان سره بوتلل. له دې ډلې ١٧ مسافر په دوو ډلو کې د قومي مخورو په منځګړيتوب خوشې شول. د والي وياند دوست محمد ناياب پرون ازادي راډيو ته وويل، د پاتې ١٣ کسانو د خوشې کولولپاره د دوى هڅې روانې دي: "نه يو توانېدلي چې ياد ١٣ کسان د وسلهوالو مخالفینو له منګولو خوشې کړو. خو موږ... Читать дальше...