له بریتانیا ایستل شوي روسي ډیپلوماتان به نن مسکو ته ستانه شي
له بریتانیا ایستل شوي روسي ډیپلوماتان به نن سې شنبه په یوه الوتکه کې مسکو ته ستانه شي، له دې سره په یوه وخت د بریتانیا د ملي امنیت شورا به نن د روسیې په وړاندې د نورو اقداماتو په اړه بحث وکړي. بریتانیا د یوه پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو په خاطر تېره اوونۍ له خپلې خاورې د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ. روسیې هم په غبرګون کې له خپلې خاورې د ۲۳ بریتانوي ډیپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی. د لندن او مسکو ترمنځ د کړکېچ په ترڅ... Читать дальше...