د کرکټ د راتلونکي نړیوال جام د لوبډلو نوملړ بشپړ شو
د کرکټ په راتلونکي نړیوال جام کې د لوبېدونکو لوبډلو نوملړ بشپړ شو. افغانستان تېر ماښام ایرلينډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ته لار ومونده او له دې سره په دغه جام کې د ۱۰ لوبډلو نومونه حتمي شول. له دې وړاندې د غوراوي جام له سیالیو ویسټ انډيز په اتو نمرو په دغه جام کې د لوبېدو امتیاز تر لاسه کړی و. راتلونکی نړیوال جام چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په انګلستان او والز کې تر سره کېږي، پکېد افغانستان او ویسټ انډيز تر څنګ، انګلستان، اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سريلانکا، جنوبي افریقا، نیوزلینډ او بنګله دېش لوبېږي. Читать дальше...