پاکستان وايي هوايي ځواک یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی نهدی کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان دولت هغه تورونه رد کړي چې وايي، پاکستانیو الوتکو د افغانستان له ځمکنۍ...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان دولت هغه تورونه رد کړي چې وايي، پاکستانیو الوتکو د افغانستان له ځمکنۍ...
د زابل ولایت د سل بستریز روغتون د رغونې چارې پرون پنجشنبې په مرکز کلات ښار کې پیل شوې. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې د دې روغتون له بشپړېدو سره به د زابل د مرکز او ولسوالیو د خلکو ستونزې تر یوه حده پورې حل شي. سیال وايي: "د دې روغتون له جوړېدو سره به نوي وسایل او امکانات هم په صحي برخه کې دې روغتون ته ورکړل شي او د زابل د خلکو یو څه اړتیاوې به پوره کړي." د زابل د سل بستریز روغتون پر رغونه د عامې روغتیا وزارت له انکشافي بودجې څخه ۱۶۳ میلیونه افغانۍ لګښت په پام کې دی او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي. Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به نن جمعه د یو ورځني سفر په مقصد کابل ته ورسېږي. د افغان او پاکستاني مشرانو د خبرو د اجنډا مهمه برخه به د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې د اسلام آباد همکاري وي. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت هیله مند دی چې د دې سفر نتیجه به د کابل او اسلام آباد نژدې کېدل وي. ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "موږ د ترورېزم پرضد په مبارزه کې، د سولې په بهیر او د سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې له پاکستانه تمه لرو." ولسمشر اشرف غني... Читать дальше...
ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ تفاهم پر انتخاباتو د څار لپاره مهم بولي. ښاغلي غني پرون د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره په کتنه کې د هېواد له سیاسي جریانونو څخه وغوښتل چې په دې کار کې ونډه واخلي. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په دې کتنه کې په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کولو، پر انتخاباتو د څارنې، د هېواد ټولو وګړو ته د رأی ورکولو د زمینې د برابرولو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وشوې. د افغانستان د انتخاباتو... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي کابل ته لهدې پیغام سره سفر کوي چې هغه وسلهوال چې په افغانستان کې...
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا د داعش په وړاندې د متحد ایالاتو ...
په مقاله کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ انجینیرۍ برخې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته د شمال ختیځ برښنا رسونې...
د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه هغه څه غندلي دي چې دوی یې د امریکا لهخوا د ایران سره د اټمي موافقې، د نړیوالې تودوخي تړون او د نړۍ د تجارتي اصولو په شمول د منل شوېو تړونونو او موافقو په یو اړخېزه توګه بدلون بولي. د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د خپل چینايي سیال سره له خبرو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي په هغو مسئلو کې یوازې عمل وکړي چې له ګڼو هېوادونو سره تړلي دي. نوموړي د بېلګې په توګه د ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې هوګان ګیدلي پرون تأیید کړه چې مېرمن مرکل به امریکا ته سفر وکړي، خو نور جزئیات یې ورنه کړل. یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې د امریکا او جرمني مشران به د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه سره وګوري. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هم په پام کې لري چې له مېرمن مرکل څخه درې ورځې مخکې امریکا ته سفر وکړي او له ولسمشر ټرمپ سره وګوري. Читать дальше...
بریتانیا پرون پنجشنبه په بحرین کې د یوې اډې په پرانېستو سره له څلورو لسیزو وروسته په منځني ختیځ کې لومړۍ دایمي اډه پرانېسته. بریتانیا به د دې اډې په ترلاسه کولو سره د نړیوالې بارچالانۍ په دې مهمه سیمه کې پیاوړی حضور ولري. د بحرین په مینا سلمان بندر کې د بریتانیا په سمندري پوځي اډه کې به د سلطنتي سمندري ځواکونو شاوخوا ۵۰۰ سرتېري دېره وي. د بریتانیا د پوځ چارواکي وايي چې بریتانوي ځواکونه به له دې وروسته وکولی شي چې په خلیج کې د اوږدې مودې لپاره پوځي عملیات وکړي او همدا راز د کښتیو لپاره به د انجینرۍ او لوژستیکي ملاتړ خدمات ترسره کوي. Читать дальше...
د روسیې یو مورخ او د بشري حقونو فعال د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو له تور څخه برائت واخېست، خو د غیر قانوني وسلې د ساتلو په خاطر په دوه نیم کاله نظربندۍ محکوم شو. یوري دیمیتریوف «Yury Dmitriyev» چې د څلي په نوم د بشري حقونو د ټولنې غړی دی او په ۱۹۳۰ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد د رژیم له خوا د زندانیانو له ډله ییزې وژنې څخه یې پرده پورته کړه، پرون پنجشنبه د کاریلیا سیمې له یوې محکمې څخه د ماشومانو د بربنډو فلمونو د جوړولو په قضیه کې برائت واخېست، خو د یوې سپکې وسلې د ځینو پرزو د ساتلو له کبله د ازادانه تګ راتګ د محدودیت حکم پرې وشو. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости