Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 07.04.2018

په جوزجان کې د داعش وسله والې ډلې یو قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش وسله والې ډلې یو قوماندان وژلی دی. د دغه ولایت د پولیسو قوماندان فقیر محمد جوزجاني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، د قاري حکمت په نامه د داعش دا قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره د پنجشنبې په ورځ د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی. تر دې مخکې د جوزجان چارواکو ویلي وو چې داعش ډلې د حبیب الرحمن په نوم یو کس په دې ولایت کې د خپلو وسله والو قوماندان ټاکلی دی.



چارواکي: په زابل کې د طالبانو په یوه برید کې ۴ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل مقامات وايي، د طالبانو په یوه برید کې دغلته ۴ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي. د زابل د ارغنداب ولسوال امیرجان الکوزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو ته دا مرګ ژوبله تېره شپه اوښتې ده. نوموړي وویل، په ارغنداب کې په یوې جلا پېښه کې د ماین یوې چاودنې دوه سرتېري ژوبل کړي او له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې  دوه طالب وسله وال نیول شوي دي. طالبانو د زابل د ورستیو امنیتي پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د پلخمري ريستورانټ د کبابي بریتونه

Mashaalradio.com 

د افغانستان په پلخمري ښار کې د یو ريسټورانټ د کبابي بریتونه زیات مینه وال لري او له همدې امله یې ريسټورانټ ته ډېر خلک د کباب خوړولو لپاره ورځي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال گل رحیم نیازمن ویډیو وګورئ.

ملي اردو : په لغمان او سرپل کې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفين وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملي اردو وايي، په تېرو  ۲۴ ساعتونو کې په لغمان او سرپل ولایتونو کې د دولت ۱۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو مطبوعاتي مسؤل شیر اقا فقیري نن شنبه وویل، په علیشنګ ولسوالۍ کې ۵ وسله وال د افغان ملي اردو په بریدونو کې وژل شوي دي. نوموړي وویل، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. بل لور ته په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند ویلي چې د امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



په غوطه کې د سوریې هوايي حملو ۴۰ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د سوريې د پایتخت دمشق په ختیځه غوطه کې د حکومتي الوتکو په تازه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. په ختیځه غوطه کې پرون دا هوايي بریدونه وروسته تر هغې وشول چې له سیمې څخه د جیش الاسلام په نامه وسله والې ډلې د غړیو د انتقال په اړه د روسيې په منځګړتوب خبرې ناکامه شوې. راپورونه وايي چې خبرې د جیش الاسلام ډلې د غړیو تر منځ د اختلافاتو له امله ناکامه شوي دي. په غوطه کې د سوريې حکومتي ځواکونو تر لسو وروځو ځنډ وروسته هوايي عملیات کړي دي. د سوريې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په ۴۰ وژل شویو کې ۸ ماشومان دي.

هند افغانستان ته Mi-۲۴ هلیکوپټرې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د هندوستان له خوا افغان پوځ ته ورکول کېدونکې څلور څرخي الوتکې، د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې اغېزناکې ګڼي. په پام کې ده په نېږدې راتلونکي کې، هندوستان دغه څلور Mi-۲۴ ډوله ترميم شوې الوتکې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري. د دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "دا د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې ډېر اهميت ځکه لري چې د افغانستان له جغرافيا سره ډېر مساعد هليکوپټرونه دي، ورکړه يې ځکه مهمه ده چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې خپل ظرفيت... Читать дальше...

چارواکي: د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې پیل شوي عملیات بریالي و

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي د جرم ولسوالۍ په ناامنو سيمو کې پوځي عملياتو، په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو تحرکات ختم کړي دي. د دغه ولايت امنيه قوماندان، وايي، دغه پوځي عمليات ١١ ورځې مخکې پيل شوي وو، پرون جمعه پاى ته رسېدلي دي. مل پاسوال عبدالخالق اقساى تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "دښمن ته په هغو ساحو کې چې تحرکات لرل، ضربې ورکړل شوي دي، مهم قوماندانان يې وژل شوي دي، دښمن به اوس تر ډېره وخته د سمې همږغۍ توان ونه لري." د بدخشان امنيه قوماندان وايي په جرم ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو... Читать дальше...

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي نن پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولايت چارواکي تمه لري چې د دولت وسله وال مخالفین به په څرخ ولسوالۍ کې ٣٠ تړلي ښوونځي نن شنبه بېرته پرانيزي. د قومي مخورو او ديني عالمانو يوه ډله د ولايت له مرکزه له دغو وسله والو سره د خبرو لپاره څرخ ولسوالۍ ته تللې ده. د لوګر د والي وياند سليم صالح تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل: "ديني عالمان او مخور د پنجشنبې په ورځ له وسله والو مخالفینو سره يوې نتيجې ته رسېدلي، وسله والو ژمنه کړې چې دغه ښوونځي به د شنبې په ورځ پرانيستل شي، موږ هم د شنبې په ورځ د دغو ښوونځيو بيا پرانيستل کېدو ته هيله... Читать дальше...

د پاکستان په زیاتو برخو کې د جيو ټلوېزيون خپرونې بندې شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د ټلويزيوني شبکې جيو (Geo) مشر وايي، د پاکستان په زياتو برخو کې د دوى خپرونې بندې کړاى شوي دي. نيويارک ټايمز او د رسنيو د څار ادارو د مير ابراهيم رحمان په حواله راپور ورکړى چې پرون يې ويلي، د پاکستان په ٨٠ فيصده برخو کې د جيو ټلويزيون خپرونې بندې دي. که څه هم انتقادکوونکو داسې ګنګوسې خپرې کړي چې د پاکستان پوځ د جيو ټلويزيون خپرونې بندې کړي، خو د دغه ټلويزيون چارواکو په عامه د پاکستان د پوځ مشران نه دي تورن کړي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې د پاکستان دفاع وزارت په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى. Читать дальше...

روسیې د امریکا نوي بندیزونه وغندل

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پر ځينو روسانو او روسي کمپنيو د امريکا وروستي بنديزونه وغندل. د امريکا د خزانې وزارت پرون جمعه د روسيې پر ١٧ مهمو چارواکو، ٧ نفوذ لرونکو کسانو او ځينو روسي شرکتونو يو لړ بنديزونه اعلان کړل. غه کسان چې دغه بنديزونه ورباندې لګول شوي، په امريکا کې يې شتمني کنګل کېږي او امريکايي اتباع ورسره له معاملې منع کېږي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه بنديزونه غندلي او غيرقانوني يې بللي دي.

پوتين خپل ١١ عالي رتبه چارواکي له دندو ليرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې ولسمشر ویلاديمير پوتين خپل ١١ عالي رتبه چارواکي له دندو ليرې کړي دي. دوى د قانون په دوو نافذوونکو ادارو او څووزارتونو کې دندې ترسره کولې. دغه فرمان چې پرون جمعه د ولسمشر پوتين له خوا لاسليک او صادر شوى، د کورنيو چارو وزارت، د تحقيقاتي کمېټې، اضطراري حالاتو په وړاندې د مبارزې وزارت او نورو ادارو ځينې کارکوونکي يې له کبله له دندو ليرې کړاى شوي دي. تر اوسه دقيقاً معلومه نه ده چې دغه کسان ولې له دندو شړل شوي دي. وروسته له هغې چې ویلاديمير پوتين يو وار بيا د دغه هېواد د ولسمشر په توګه... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Коммерсантъ

Отельеры вступают в Игры дружбы // Стоимость размещения в гостиницах растет




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

«Генерал КГБ»: Лукашенко на закрытом совещании объявил, что скоро вступит в войну



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России