په ارمینیا کې لا هم مظاهرې روانې دي
د ارمینیا په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر نیکول پاشینیان د حکومت له خوا د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی او د وزیر اعظم سرژ سرکسیان د استعفا غوښتنه يې کړې ده.
د ارمینیا په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر نیکول پاشینیان د حکومت له خوا د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی او د وزیر اعظم سرژ سرکسیان د استعفا غوښتنه يې کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د اماناتو صندوق یا یونيسف وایي چې په افغانستان کې یو شمېر ماشومان د مخدره...
ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون به راروانه اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د ایران په جوهري لوظنامه خبرې کوي.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د دغه ولایت صنعتي پارکونه له پرانیستل کېدو وروسته، د بودجې له کمښت سره مخ شوي دي. د دغې خونې رئیس ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه صنعتي پارکونه په نېږدې زر جریبه ځمکه کې جوړېږي چې دامهال د امنیتي ستونزو ترڅنګ، د برښنا نه شتون او د بودجې کمښت یې د کارونو په وړاندې، له لویو ننګونو څخه دي. دغه صنعتي پارکونه څه موده مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شول.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پیسو نړیوال صندوق یا «IMF» له اجرائیوي مرستیال سره وکتل. د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي حیکمي د پیسو د نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال میټسو هیروفروسوال سره د اقتصادي او د بانکدارۍ سکټور په مسایلو خبرې کړې دي. نوموړي وویل، د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، د افغان حکومت له لورې د ملي عوایدو لوړېدو او د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د اړینو او معیاري اصلاحاتو ستاینه کړې او یوځل بیا یې د حکومت له اصلاحاتي اجنډا خپل ملاتړ اعلان کړی دی. Читать дальше...
د کابل ولایت پوليسو څلور تنه د نشه يي ګوليو د جوړولو او خرڅولو په تور ونيول. د کابل امنيې قوماندان داود امين د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، د کابل پوليسو د څلورمې، اتمې او نهمې امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کې څلور تنه په داسې حال کې ونیول چې د ټابلېټ کا په نوم نشه يي ګوليو په جوړولو بوخت وو. له دې څلورو تنو سره زر دانې ټابلېټ کا ګولۍ، د دې ګوليو جوړولو وسايل، کيمياوي مواد او پر دې سربېره، څو کيلو ګرامه نور نشه يي مواد هم نيول شوي دي. دا مواد په داسې حال کې نيول کېږي چې په دې وروستيو کې په کابل... Читать дальше...
د شمالي وزیرستان د مارکېټونو او دوکانونو مالکانو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د اپرېل له ۱۸مې روان احتجاج پای ته رسولی دی.
د کورنيو چارو وزارت په تېره اوونۍ کې ۸۵ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولي دي. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د دوی پوليسو په تېره اوونۍ کې د عملياتو او لويو لارو باندې د تلاشۍ په نتيجه کې له قاچاق کوونکو څخه تر ۸۹۸ کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي دي. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۸۵ تنه نيول شوي او له دوی سره ۱۸ موټرونه، وسلې او يوه اندازه نغدې پيسې هم نيول شوي چې د نشه يي موادو په قاچاق کې کار ځنې اخيستل کېده.
افغان امنيتي ځواکونو په هلمند ولايت کې له ۱۰ زرو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. د هلمند د ولايت مقام رسنيو ته وويل، د کومانډو اووم نمبر کنډک د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هيروئينو جوړولو پر يوه کارخانه بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۹ زره کيلو ګرامه تارياک او ۱۲۵۰ کيلو ګرامه هيروئين ونيول. په دې عملياتو کې د هيروئينو جوړولو يوه دستګاه، د هيروئينو د کڅوړو ګنډلو يو ماشين، د تارياکو جوړولو ځيني سامان الات او لوښي او پر دې سربېره ۱۵ بوجۍ هغه کيمياوي مواد هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېده.
په ننګرهار ولایت کې د لسګونو کيلو ګرامو هيروئينو د قاچاق په تور دوه تنه ونيول شول. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوه نفره چې غوښتل يې ۵۱۵ کيلو ګرامه چرس د لارۍ موټر په وسيله له کندز څخه ننګرهار ته قاچاق کړي، پوليسو د روداتو ولسوالۍ په سيمه کې د ننګرهار ولايت پر لويه لاره ونيول. د يادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې هم د ننګرهار پولیسو ۳۹ کيلو ګرامه چرس نيولي وو چې جلال اباد ته قاچاق کېدل.
د کونړ امنیتي مسؤلین وایي، تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل کلي کې په یوه کور کې د ماین چاودنه شوې چې پکې یوه ماشومه وژل شوې او درې تنه ټپیان دي. د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چمبېل په کلي کې یو تن چې د داعش ډلې پورې تړاو لري، د ماین په جوړولو بوخت و، پرې چاودېدلی چې پکې یې یوه کوچنۍ لور وژل شوې او درې تنه ټپیان شوي دي. تر اوسه داعش ډلې د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
د سوريې دولتي رسنيو او يوې څارونکې ډلې وويل، د اسلامي دولت ډلې يا داعش موافقه کړې چې دمشق ته نږدې له خپلې وروستۍ ساحې ووځي. خو د سرچينو په حواله دا په داسې حال کې ده چې تر پرون پورې د سوريې د پوځ بمباري روانه وه او د يوې بشپړې تسليمۍ موافقه يې ځنډولې ده. د دولتي خبري اژانس سنا په حواله، د دې موافقې له مخې به د داعش جنګيالي چې پر حجر الاسود سيمه او د فلسطيني کډوالو پر يرموک کمپ کنټرول لري، له دغو ساحو وځي او د سوريې په ختيځ کې به د دې ډلې تر ولکې لاندې بلې سيمې ته ځي. دا موافقه په داسې حال کې... Читать дальше...
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي په تېرو درېيو مياشتو کې له ترکيې په سلګونو افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه شوي دي. سيد حسين عالمي بلخي ازادي راډيو ته وويل چې له ترکيې د افغان کډوالو پر ستنولو او نورو ستونزو د بحث لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يو هيئت ترکيې ته تللى دى: "د روان مېلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ١٦٠٠ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معين پرون او وړمه ورځ ترکيې ته د سفر پر مهال يې له ترکي چارواکو سره خبرې وکړې،... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له چينايي چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې تر څنګ په افغانستان کې د امن د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وکړې. محمد حنيف اتمر نن شنبه چين ته خپل درې ورځنى رسمي سفر پاى ته رسوي. د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل: "په دې کتنو کې عموماً د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او امن د ټينګښت په برخه کې خبرې وشوې، چينايي لوري د خپلو همکاريو تعهد وښود او زياته يې کړه چې د پخوا په پرتله به خپله همکاري لا زياتوي." قادر شاه وايي، ښاغلي اتمر په دې سفر کې د چين... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په پام کې لري چې نن شنبه د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي. د دغو ټاکنو د مهالوېش د اعلان پر چمتووالي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي ازادي راډيو ته وويل: "د کمXسيون هوډ دا دى چې دغه مهالوېش نن شنبه، که ونه شول يکشنبه اعلان کړي، د انتخاباتو د بهير جزئيات، د کانديدانو او رايه ورکوونکو وظايف په کې واضح شوي دي، ټولو افغانانو ته به يو مفصل مهالوېش وړاندې شي." د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وشي. Читать дальше...
د ارمنستان چارواکي وايي، په پلازمېنه يريوان کې تر ١٨٠ زيات کسان توقيف شوي دي. پوليسو پرون هڅه وکړه د لارو او کوڅو د بندولو د مخنيوي لپاره د اپوزېسيون د ملاتړو مخه ونيسي. دغه اعتراضونه د صدراعظم په توګه د سرژ سرکسيان د ټاکل کېدو په مخالفت کې پيل شوي دي. پرون جمعه د پرله پسې اتمې ورځې په مخه هم د پلازمېنې لارو- کوڅو ته په زرګونو مظاهره چيان راووتل. د ارمنستان د پارلمان غړي او د دغو اعتراضونو مشر، نيکول پاشينيان وويل: "د ارمنستان خلکو د اداري فساد او غيرعادلانه سياسي سيسټم پرضد بخملي انقلاب... Читать дальше...
په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې اکثره لیکنې بیا هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې...
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چين ته څېرمه د افغانستان په غرنيو سرحدي سيمو کې د تروريستي فعاليتونو ...
د امريکا د متحدو ايالتونو ډيموکراټ ګوند د روسيې د حکومت، د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين او ويکي ليکس ويبسايټ...
سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د افغانستان د اقتصادي وضعیت تر منځ په موجوده اړیکې...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости