په غور ولایت کې د پېژندپاڼو ویشل پیل شوي
په غور ولایت کې د پېژندپاڼو ویشل پیل شوي دي. د غور والي غلاناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل، دا لړۍ له پرون یکشنبې راهیسې پیل شوې ده. خو نوموړي وویل چې د پېژندپاڼو د ویش پر وړاندې ځینې کاري او تخنیکي ستونزې موجودې دي چې له امله يې دا پروسه ټکنۍ شوې ده. په ورته وخت کې د غور د احوال نفوس د ثبت اداره هم مني چې د تخنیکې ستونزو له امله د پېژندپاڼو د ویش لړۍ په لازمه توګه پر مخ نه ځي. خو د دې ادارې مسؤلانو ژمنه کړې چې ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.