چارواکي: وچکالۍ او د خوراکي موادو نشتوالي میلیونونه څاروي په مرګ ګواښلي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په يو شمېر ولایتونو کې د وچکالۍ او خوراکي موادو د نشتوالي له امله میلیونونه څاروي د ...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په يو شمېر ولایتونو کې د وچکالۍ او خوراکي موادو د نشتوالي له امله میلیونونه څاروي د ...
په ارزګان ولایت کې یوه باوري دولتي سرچنیه وايي چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوال طالبان وژلي او یو شمېر نور یې هم نولي او ټپیان کړي دي. دغه سرچینه چې نهغواړي نومیې خپور شي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه شپني او هوايي بریدونه تېره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په حرم شاه نومې سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر یو پټن ځای تر سره کړي دي. دغه سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو وسلهوالو طالبانو کې یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي. Читать дальше...
قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه پښې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.
قبایلي ځوان عرفان الله جان پخپله هم په یوه چاودنه کې معذوره شوی، دواړه خپې یې کار نه کوي خو اوس د نورو معذورانو د خیر ښیګړې لپاره هلې ځلې کوي او په دې وجه نړیوالې خیریه ادارې ریډکریسنټ خپل اعزازي استازی هم ټاکلی دی.
په زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۸ وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې. د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن يحی علوي ازادي راډيو ته وویل، د ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په عملياتو کې چې د زابل په شملزو او د ارزګان د مرکز ترينکوټ په ګډون د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې ترسره شوي، پر مهاليې ۱۲ وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي. علوي زیاته کړه چې په ارزګان ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو درې مرکزونه هم ويجاړ شوي دي. نوموړي پهدې ۲۴ ساعته پوځي عملياتو... Читать дальше...
د کندهار د ځانګړي اقتصادي ازمایښتي زون د جوړولو طرحه تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په ریاست د اقتصاد په عالي شورا کې تأیید شوه. د افغانستان جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي چې د کندهار ځانګړي اقتصادي زون ته د پراختیا ورکونې لپاره خصوصي سکټور ته د تطبیق کوونکي او پراختیا ورکوونکي په توګه ترجیح ورکوي او د داوطلبۍ له لارې د بېلابېلو مقیدو موډلونو د وړاندې کولو وړاندیز کوي. وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د ځمکو ادارې ته لارښوونه کړې چې د کندهار ځانګړي اقتصادي... Читать дальше...
په افغانستان کې نن سې شنبه لومړنی اسلامي بانک پرانیستل شو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیامالدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې د یاد بانک په پرانیست غونډه کې د دغې خونې مسؤلینو او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو او دغهشان د خصوصي سکټور او خصوصي بانکونو مسؤلینو ګډون کړی وو. دغه بانک پخوا د باختر بانک یا د افغانستان د پراختیايي بانک په نوم فعالیت درلود چې اوسیې د افغانستان اسلامي بانک په نوم بیا ځلي فعالیت پيل کړ. ښاغلی پسرلی زیاتوي پهدې سره به د پانګونې په برخه کې مناسب فرصتونه... Читать дальше...
د غزني ولایت سیمهییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په جغتو او قرهباغ ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ نښتو کې ۴ سیمهییز پولیس او ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه شااوخوا ۲ بجې د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې د سیمهییز پولیسو پر امنیتي پوستو کړي چې وروسته د دواړو خوا ترمنځ نښته رامنځته شوې چې یادې نښتې د سهار تر شااوخوا پنځو بجو پورې دوام وکړ. د والي ویاند وايي چې په... Читать дальше...
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش څو ساعته وروسته لهدې چې مېرمنیې «باربارا بوش» خاورو ته وسپارل شوه، په هیوسټون ښار کې د یوې ناروغۍ په خاطر په روغتون کې بستر شو. د بوش د کورنۍ ویاند جیم مک ګارټ پرون پر ټویټر په یو پیغام کې ولیکل، مشر بوش چې اوسمهال ۹۳ کلن دی د یوې ساري ناروغۍ له کبله د یکشنبې په ورځ د هیوسټون په یوه روغتون کې تر علاج لاندې ونیول شو او اوسیې وضعیت په ښه کېدو دی. د بوش د مېرمنې «باربارا بوش» د جنازې په مراسمو کې پخوانیو ولسمشرانو بېل کلنټن، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش د دوی مېرمنو... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه یو شمېر ...
د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوماند د «CIA» پخوانی رئیس مایک پامپیو تأیید کړ. پهدې اړه تېره شپه ناوخته په سنا کې رأیې واخیستل شوې چې تر ډېره د ګوندي تړاو پر بنسټ وې، داسې چې ټولو ۱۱ جمهوري غوښتونکو مثبتې او نهو ډموکراتانو منفي رأیې ورکړې. د سنا د اکثریت مشر مېچ مکانل د پرېکړې هرکلی وکړ ویېویل چې د اوونۍ په پای کې د سنا په عمومي غونډه کې به کافي رأیې وي، څو پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تصویب کړي. پامپیو په تېرو ۱۵... Читать дальше...
په فاریاب کې د جمعیتاسلامي ګوند قوماندان غلام فاروق قاطع او درې ګارډان یې تېره شپه په یوه حمله کې ووژل شو. د فاریاب د والي ویاند احمدجاوید بیدار نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې جنرال قاطع د شپې په یوه بجه هغه مهال ووژل شو چې دوه بوشکهیې ماینونو یې پر ټانک وچاودېدل. ښاغلي بیدار زیاته کړه چې جنرال قاطع د المار ولسوالۍ په شیرینک سیمه کې د هغې پوستې له سرتېرو سره د مرستې لپاره روان و چې پرون شپه د وسلهوالو طالبانو لهخوا حمله پرې شوې وه.
د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې یو موټر پیاده رو ته ننوتلی، ۱۰ کسانیې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو ...
د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې یو موټر پیاده رو ته ننوتلی، لس کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو د اوس لپاره...
ډېرو نړیوالو ورځپاڼو د کابل د یکشنبې د ورځې برید ته چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر ...
ډېرو نړیوالو ورځپاڼو د کابل د یکشنبې د ورځې برید ته چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز وشو، پام اړولی.
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي او خپله بېطرفانه رول ولري. د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې قربانقلي برديمحمدف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیک وروسته په عشقاباد کې د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې حاضر دی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي. د محمدوف په خبره، ترکمنستان د عمده مسایل په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په برخه کې له ازبکستان سره همنظره دی. نوموړي ټینګار... Читать дальше...
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي او خپله بېطرفانه رول ولري. د ترکمنستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې قربانقلي برديمحمداُف د ازبکستان له یوه پلاوي سره د یوه تړون تر لاسلیک وروسته په عشقاباد کې د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې حاضر دی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو زمینه برابرول پیل کړي. د محمداُف په خبره، ترکمنستان د عمده مسایل په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په برخه کې له ازبکستان سره همنظره دی. نوموړي... Читать дальше...
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي په کابل کې د یکشنبې ورځې خونړی برید په کلکه وغانده. يوسف بن أحمد العثيمين «Yousef Bin Ahmad Al- Othaimeen» په یوې اعلامیې کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي: "هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوي او ملاتړي یې یو ځای اصلاً د مسلمانانو تر منځ ځای نهلري." د یکشنبې د ورځې په برید کې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې وشو ، تر ۶۰ډېر کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول. داعش وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤلیت منلی دی. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي... Читать дальше...
د غزني ولایت امنیتي مسؤلینو د درې لکه پاکستاني کالدارو په بدل کې د یوې پوستې د پلورلو مخه ونیوله. د غزني یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې د غزني د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د یوې پوستې دوه تنه سرتېري چې غوښتل یې دغه پوسته پر وسلهوالو مخالفینو وپلوري او خپل ملګري ووژني، د امنیتي او کشفي مؤظفینو لهخوا تثبیت او ونیول شول. که څه هم دغه سرتېري دوه ورځې وړاندې نیول شوي، خو د غزني د والي مرستیال عارف واحدي د لومړي ځل لپاره تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغو کسانو د نیول کېدو د څرنګوالی په اړه وویل... Читать дальше...
په ارمنستان کې زرګونه کسان د پلازمېنې ایروان په عمده څلورلارې کې راټول او د صدراعظم سرژ سرکیسیان د استعفا خبر یې ولمانځه.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له پیل تر اوسه د ۲۹۱ زره کسانو نومونه لیکلي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد. ټاکل شوې نوموړی پهدې درې ورځني سفر کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران د اټمي تړون په اړه د اختلافاتو په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو وغږېږي. مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د ایران د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نهلري. د فرانسې ولسمشر دغهراز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي. Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد. ټاکل شوې نوموړی پهدې درې ورځني سفر کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ایران د اټمي تړون په اړه د اختلافاتو په ګډون پر ځینو مهمو مسایلو وغږېږي. مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د ایران د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نهلري. د فرانسې ولسمشر دغهراز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي. Читать дальше...
د کاناډا پولیس وایي، په ټورنټو ښار کې یو موټر پیاده رو ته ننوتلی، لس کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو د اوس لپاره په پېښه کې د ترورېزم احتمال رد کړی دی. د عامه مصؤنیت وزیر رالف ګودال تېره شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، ښکاري چې د ټورانټو د شمال په یوه څلور لاره کې دا بوږنوونکې پېښه د کاناډا د ملي امنیت له مسئلې سره ارتباط نهلري. حکومت هم د تروریستي حملو ځانګړی خبرداری نهدی ورکړی. پولیسو د ټرک ډریور ۲۵ کلن الکس میناسیان معرفي کړی او ویلي یې دي چې هغه اوس مهال په توقیف کې دی. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости