Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 29.04.2018

د سوات جلسې ته ګڼ خلک ورروان دي

Mashaalradio.com 

د پښتون تحفظ غورځنګ د سوات جلسې ته ګڼ خلک ورروان دي. خو منتظمین وايي، جلسې ته ورتلونکي له یو لړ خنډونو سره مخامخ دي او د درګۍ پر پوسته ګڼ کسان درول شوي، نوملیکنه یې کېږي. هلته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم د کبل لوبغالي ته ورغلي. ویډیو وګورئ.

د جلال اباد په ښار کې چاودنې ۶ تنه ټپيان کړل

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن غرمه له دولسو بجو وروسته د جلال د څلورمې ناحیې په ۱۶ مه فامیلۍ کې د یوې چاودنې له امله د یوې ماشومې په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګياڼي رسنیو ته ویلي چې پېښه د یوه مسجد ترڅنګ چې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز پکې موجود دی، په زرنج موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې د پېښې ټول ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.



په هرات کې د کورنیو تولیداتو یو نندارتون پرانيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانيستل کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه نندارتون به دوشنبه په هرات ولایت کې د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانيستل شي. د نوموړي په خبره، په دغه څلور ورځني نندارتون کې به د ټول هېواد په ځانګړې توګه، د هرات ولایت کورني تولیدات نندارې ته کېښودل شي. ښاغلی قوقندي وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دا شان نندارتونو په جوړولو سره غواړي چې کورني تولیدات... Читать дальше...

په کابل کې د لبنیاتو د پروسس د يوې کارخانې په طرحه کار پېل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولین وايي، په کابل کې د لبنیاتو د پروسس د يوې کارخانې په طرحې یې کار پېل کړی. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمی نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې طرحې له وړاندیز سره د اقتصاد عالي شورا هم هوکړه کړې ده. د نوموړي په خبره، د دې طرحې په نهايي کېدو سره به د خصوصي سکټور په مرسته په کابل کې، د لبنیاتو د پروسس يوه کارخانه جوړه شي. ښاغلی رستمي وايي، د کرنې او اوبو لګولو وزارت په دې برخه کې له خصوصي سکټوره په مالي او تخنیکي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي، څو په دې برخه کې خپل پروګرامونه پلي کړي.

د پښتون تحفظ غورځنګ سوات جلسې تیارۍ بشپړې شوې

Mashaalradio.com 

ځايي انتظامیې موږ ته هر ډول مشکلات جوړول. خلکو ته یې ویلي چې تمبووان او کرسۍ مه ورکوئ خو بیا هم موږ خپل انتظامات مکمل کړي او تمه ده چې دا به د سوات په تاریخ کې لویه جلسه وي.

د کندز د اقتیپې سیمې د جګړې په اړه ضد او نقیض راپورونه

Pa.azadiradio.com 

د کندز د قلعه ذال د اقتیپې پرسیمې د وسله والو طالبانو د پراخ برید او د نیول کېدو په اړه یې چارواکي ضد ونقیضې څرګندونې کوي. له سیمې د آزادي راډیو خبریال وایي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو له څو لورو د اقتیپې پر بازار او دولتي تاسیساتو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې طالبانو سیمه ونیوله. خو په عین حال کې د کندز امنیتي چارواکي وایي چې طالبانو د لنډ وخت لپاره سیمه نیولې وه چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې چې اوس هم روان دي، هغه بېرته د دولت ترکنټرول لاندې راغله. د کندز د ولایتي شورا غړي بیا... Читать дальше...

په ننګرهار کې د راکټ مرمۍ چاودنې یوه مېرمن او۲ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د راکټ د یوې ناچاودېدلې مرمۍ د چولو په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د سره رود په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې ماشومانو د راکټ له مرمۍ سره لوبې کولې چې هغه پرې وچاودله: "نن سهار شااوخوا اووه بجې د سره رود ولسوالۍ په فتح آباد سیمه کې د راکټ د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یوه مېرمن او د هغې کوچینۍ لور او یوبل ماشوم په شهادت رسېدلي دي او د دوه نجونو په ګډون اته ماشومان ټپیان شوي دي." ... Читать дальше...



هغه کنسرت چې د میرزا اولنګ د جګړې دوه تنو معلولینو ته يې د ګرځېدو توان ورکړ

Pa.azadiradio.com 

یوسف او کریم هغه کسان دی چې تېر کال د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې يې د ماین د یوې چاودنې له امله خپې له منځه لاړې. یوسف وايي د ازادي په ورځ په کابل کې د اریانا سعید له لوري ورکړل شوی خیریه کنسرت لامل شو چې د ده تداوي په کې وشي. ویډیو او ایډيټ: نصرت پارسا

په سوات کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن یکشنبه به د خیبر پښتونخوا په لېرې پرتې سیمې سوات کې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک ستره ولسي غونډه جوړه شي. د دغه غورڅنګ ګڼ شمېر غړو، خواخوږو، پلویانو او مشرانو لکه علي وزیر، بلال مندوخېل، مزمل خان او ځینو نورو پر خپلو ټولنیزو رسنیو د خیبر پښتونخوا له ولسه په دغه غونډه کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده. له بلې خوا بیا پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو راپورونو او تصویرونو له مخې، په سوات کې ځايي امنیتي چارواکو خلک د منظور پشتین په جلسه کې له ګډونه منع کړي او همداشان یې د سوات... Читать дальше...

د ارمنستان جمهوري غوښتونکي ګوند: د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید نه دروي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان حاکم جمهوري غوښتونکي ګوند اعلان وکړ چې د صدراعظم د څوکۍ لپاره به هېڅ کاندید سیالۍ ته ونه دروي. دا خبر پرون شنبه د ارمنستان د جمهوري غوښتونکي ګوند ویاند ادوارد شارمزانوفاعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ روان دی او د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان پر خلکو غږ کړی چې په را روانو درېیو ورځو کې خپل سوله ییز اعتراض جاري وساتي. ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ارمنستان په پارلمان کې د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأيې اچونه وشي. نیکول پاشینیان پر خپلو پلویانو... Читать дальше...

په ایران کې د "شرق" ورځپاڼې مسؤل مدیر مهدي رحمانیان ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د اصلاح غوښتونکو د یوې ورځپاڼې "شرق" مسؤل مدیر مهدي رحمانیان ونیول شو. رحمانیان د یوه راپور دخپرولو له امله چې په مشهد کې د فحشا د ادعاوو په اړه و، نیول شوی دی. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا پرون شنبه وویل چې د راپور تر خپرېدو وروسته، ډېرو کسانو پر "شرق" ورځپاڼه انتقادونه وکړلاو ادعا یې وکړه چې په مقاله کې دښځو سپکاوی شوی دی. ایسنا په مشهد کې د څارنوالۍ د مرستیال حسن حیدري په حواله ویلي چې د "شرق" ورځپاڼې مدیر مهدي رحمانیان به په توقیف کې پاتې کېږي او مدعیانو ته به د تاوان جبرانورکوي. Читать дальше...

د امریکا او جنوبي کوریا ولسمشرانو او دفاع وزیرانو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه هېواد دفاع وزیر جيمز مټېس پرون شنبه د جنوبي کوریا له ولسمشر او دفاع وزیر سره خبرې وکړې. د امریکا د دفاع وزارت د ویاندې دانا وايټ په وینا،جيمز مټېس او د جنوبي کوریا دفاع وزیر سونګ یونګ مو ویلي، داسې ډيپلوماتیک پرېکړه لیک ته ژمن دي چې په بشپړ ډول د شمالي کوریا د اټمي هڅو د بندېدلو ضمانت وکړي. جيمز مټېس بیا هم ټینګار کړی چې امریکا له خپلو متحدانو د دفاع لپاره، له خپلې ټولې قووې د کار اخیستلوکلک هوډ لري. دا مریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر هم پرون... Читать дальше...

سرګي لاوروف پر امریکا تور پورې کړ چې د سوریې د وېشلو هڅې کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر متحدو ایالاتو تور پورې کړ چې د سوریې د وېشلو هڅې کوي. لاوروف پرون شنبه دا خبرې په مسکو کې د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کې وکړې. هغه وویل چې پر سوریې د امریکا د متحدو ایالاتو وروستۍ حملې هلته وضعیت جداً خرابکړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا د خپل حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لورې د کیمیاوي موادو د حملې په اړه رپوټونه چې د روانې میاشتې په پېل کې خپاره شو، د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Вольфганг Амадей Моцарт

«12 Шедевров Моцарта» от Amadeus Concerts





Rss.plus
Россия

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России




Фестиваль правильного кино проходит в Брянской области

СК: обвиняемые в массовом отравлении в России пытались уничтожить продукцию

Более 1,2 миллиарда рублей вложат в модернизацию теплосетей в Подольске

Туктамышева сомневается, что россиян допустят на зимнюю Олимпиаду-2026




ولسمشر غني د کابل د ۱۴مې امنیتي حوزې دجوړېدو پلان تأیید کړ

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه په کابل ښار کې د څوارلسمې امنیتي حوزې دجوړېدو پلان تأیید کړ. د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر د شیعه عالمانو د شورا له یوشمېر غړو سره په کتنه کې د دې پرېکړې ترڅنګ، سپارښتنه وکړه چې په یوه اوونۍ کې د کابل د لوېدیځې برخې اساسي نقشه تنظیم شي.  د شیعه عالمانو شورا همدا راز له ولسمشره غوښتنه کړې چې دانتخاباتي مرکزونو، د تذکرو د وېش د مرکزونو ، د دیني زده کړو د مرکزونو او هغو سیمو د امنیت ښه کولو ته ځانګړی پام وکړي چې وسله والې حملې ورباندې کېدلای شي. د خبرپاڼې په حواله،... Читать дальше...

چارواکي: په بدخشان کې ۵ پولیس او ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان والي وايي، د هغه ولایت پر تېشکان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې، پنځه ملي او سیمه ييز پولیس وژل شوي او یوشمېر لادرکه دي. احمد فیصل بېکزاد د لادرکه شویو پولیسو شمېر نه دی څرګند کړی او ویلي یي دي چې یو پولیس زخمي شوی هم دی. د هغه په وینا، وسله والو طالبانو د شنبې په سهار، د یمګان ولسوالۍ له غرنیو سیمو پر تېشکان ولسوالۍ حمله وکړه چې شپږ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او اووه زخمیان شوي دي. د بدخشان والي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل: "موږ مکرراً غوښتنه کړې چې وردوج او یمګان ولسوالۍ... Читать дальше...

د کندز امنیتي چارواکو د قلعه زال د اقتپې د بازار سقوط رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د کندز امنیه قوماندان د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې د بازار د سقوط خبر رد کړ. عبدالحمید حمیدي پرون شنبه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د بازار او شااوخوا سیمو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو حمله ناکامه شوه. نوموړي وویل: "د سیمه ییزو پولیسو او ملي اردوپوستې پر خپلو ځایونو پرتې دي، موږ د ښار له شااوخوا د هغوی د لېرې کولو لپاره پوځي عملیات وکړل، ځیني سیمې چې هغوی نیولې وې، خلاصې شوې او عملیات بریالي پای ته ورسېدل." وسله والو طالبانو پرون سهار د اقتپې د بازار د نیولو لپاره حمله کړې وه. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Александр Розенбаум проиграл суды коммунальщикам на 386 тысяч рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Людмила Самсонова

Самсонова поддержала Андрееску после победы над ней в финале турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Настроение

Зелёная щурка.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России