مسکو سوریې ته د «اېس -۳۰۰» توغندیو انتقال پای ته رسولی
د روسیې د دفاع وزیر وايي، هېواد یې د سوریې حکومت ته د توغندیو «اېس -۳۰۰» دفاعي سیستم انتقال پای ته رسولی دی. سرګي شویګو د سې شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، دا سیستم به په سوریه کې د روسیې د ځواکونو خوندیتوب زیات کړي: "موږ د «اېس -۳۰۰» دفاعي سیستم انتقال بشپړ کړی. په دې بسته کې ۴۹ وسیلې شاملې دي. په دې کې لېزري او د راډیويي امواجو روښانه کوونکې دستګاوې، د دفاعي سیستم لومړیتوب ټاکونکې، د وسایطو کنټرولونکې او څلور راکټ توغونکي دستګاوې دي." د روسیې د دفاع وزیر په وینا سوریې... Читать дальше...