د بوسنیا خلک نن یکشنبه په انتخاباتو کې ګډون کوي
د بوسنیا خلک نن یکشنبه د جولای ۷مه، په انتخاباتو کې ګډون کوي. په بوسنیا کې نن د جمهوري ریاست چې د هغه هېواد د درېیو توکمونو استازي یې سره شریکوي، د پارلمان او د سیمهیېزو اسامبلیو انتخابات دي او د نړۍ له ډېرو پېچلو سیستمونو بلل کېږي. په بوسنیا کې د جمهوري ریاست څوکۍ د بوسنیايي صربانو، بوسنیايي مسلمانانو او بوسنیايي کرواتانو ترمنځ شریکه شوې ده. په بوسنیا کې ۳،۳ میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي. د رأی ورکولو مرکزونه به د سهار په ۷ بجو پرانیستل او ۱۲ ساعته وروسته به وتړل شي. Читать дальше...