103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 09.10.2018



د 'پاک - زرغون پاکستان' کمپېن پرانستل شو

Mashaalradio.com 

د اکتوبر پر اته په اسلام اباد کې د صفايۍ مهم پرانستې غونډې ته وزير اعظم عمران خان وويل ولس د مرستې نه په غېر حکومت ملک ته راپېښې مسلې نشي حل کولای نو ملک پاک او شين ساتلو لپاره د اکتوبر پر۱۳مه به په قامي کچه د دې مهم پرانسته کوي.

په اوکراین کې د وسلو او چاودېدونکو موادو په ډیپو کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د پلازمېنې کيف ختیځ لور ته په ۱۸۰ کېلو مترۍ کې د وسلو او چاودېدونکو موادو په یوه ډیپو کې چاودنه شوې ده. اوکرایني چارواکو ویلي چې د چاودنې د سیمې له نږدې ځایونو تر ۱۰ زره زیات خلک له خپلو کورونو او سیمو امن ځایونو ته ایستل شوي دي. چارواکو ویلي چې د چاودنې له امله چا ته ځاني تاوان لا نه‌دی رسېدلی. د اوکراین د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي چې د چاودنې د سیمې په شااوخوا ۳۰ کېلو متره ساحه کې یې د الوتکو د مصونیت لپاره خپل هوايي حریم بند کړی دی.  د اوکراین... Читать дальше...

چارواکي: پر قوش تپې د طالبانو په حمله کې ۱۲ سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د پولیسو مشر فقیر محمد جوزجاني وايي چې پر قوش تپې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي وژل شوي او ۱۰ ټپیان شوي دي. جوزجاني نن سې شنبه د اکټوبر ۹مه اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په شپه د قوش تپې ولسوالۍ د نیولو لپاره حمله کړې وه، خو پلان‌یې ناکام شوی دی. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حملې مسؤلیت اخیستی او اسوشیټېډ پرېس ته‌یې ویلي چې مقابل لوري ته‌یې زیات تاوان رسولی دی.



زلمی خلیل‌زاد نن سې شنبه اسلام‌اباد ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن اسلام‌اباد ته ورسېد. خلیل‌زاد نن سې شنبه له کابله اسلام‌اباد ته تللی دی. په کابل کې د امریکا سفارت نن په یوه بیان کې ویلي چې خلیل‌زاد به د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې له بهیر سره همکاري وکړي. زلمی خلیل‌زاد به سیمې ته په دې سفر کې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم ولاړ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۳مه په دې اړه... Читать дальше...

الکوزی: پاکستان ته د افغانستان د مڼو صادرات درول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د افغانستان د مڼو صادرات پاکستان ته درول شوي دي. د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان په دې بهانه چې د افغانستان له لارې ایرانۍ مڼې پاکستان ته صادرېږي د مڼو په صادراتو بندیز لګولی دی. دی وايي اوس‌مهال په هېواد کې د مڼو د حاصلاتو د اخیستو وخت دی او که دغه لاره‌يې د صادراتو پر مخ خلاصه نه‌شي نو د سوداګرو تر څنګ به د دې هېواد بزګران هم له لوی اقتصادي زیان سره مخ شي. مڼې د افغانستان له مهمو صادراتو بلل کېږي چې هر کال پاکستان ته له یو لک ټنو ډېرې صادرېږي.

افغانستان او سعودي د ګډو تجارتي اړیکو غونډه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ګډو تجارتي اړیکو لومړنۍ ناسته تېره ورځ د سعودي په مرکز ریاض ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان مالیې سرپرست وزیر او د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګې اچونې وزیر برخه اخیستې ده. د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي دي چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګې اچونې په جلبولو، برېښنا، انکشافي پروژو، اقتصادي او سوداګریزې اړیکو په پراختیا، تخنیکي مرستو، سیمه ییزې همکارۍ او نورو مسایلو بحثونه وشول.

یوناما له افغانانو غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما له افغانانو غواړي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خپل حق دفاع وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه بیان کې چې نن د یوناما دفتر خپور کړ ویلي، دا د افغانستان د ښځو او نارینه‌وو اساسي بشري حق دی چې خپل حکومت او مشران د ازادو انتخاباتو له لارې غوره کړي. هغه ټینګار کوي چې افغان فعالان باید د دې اساسي حق ساتنه وکړي تر څو خلک وکولای شي له ګواښ، ډار، خنډ او ځنډ پرته خپله رأیه وکاروي. ښاغلی یاماموتو وايي، ډېره... Читать дальше...

زلمی خلیل‌زاد نن اسلام‌اباد ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن اسلام‌اباد ته ورسېد څو د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره د پاکستان له نوي حکومت څخه مرسته وغواړي. په کابل کې د امریکا سفارت نن سهار په یوه بیان کې د دې سفر خبر ورکړ. تمه ده چې ښاغلی خلیل‌زاد به په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې پر پاکستان سربېره متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي. خلیل‌زاد خپل سفر د اکټوبر په ۴مه نېټه پیل کړ او لومړی کابل ته ولاړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

چارواکي: طالبانو د جوزجان-فاریاب د لویې لارې ځینې برخې ویجاړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د جوزجان-فاریاب لویه لاره په څلورو ځایونو کې تخریب کړې ده. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحکیم یورش نن سې شنبه سهار ازادي راډیو ته وویل، وروسته له دې چې افغان ځواکونو له نړیوالو ځواکونو سره په همغږۍ دا لاره د پوځي عملیاتو په ترڅ کې بیا پرانیسته او میمنې ښار ته ننوتل، طالبانو دا سړک تخریب کړ. یورش زیاته کړه: "طالبانو دوه سکواټورونه بيولي او سړک‌یې په تقریباً څلورو ځایونو کې د دوو مترو په سور او دوه متره ژور ویجاړ کړی او اوس هم دې کار ته دوام... Читать дальше...

د پیسو نړیوال صندوق: پاکستان د مالي مرستې لپاره مراجعه نه‌ده کړې

Pa.azadiradio.com 

د پیسو د نړیوال صندوق یو مقام وايي چې د پاکستان حکومت د مالي مرستې د اخیستو لپاره دې نړیوالې مؤسسې ته مراجعه نه‌ده کړې. د پاکستان د مالیې وزارت پرون دوشنبه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې نوی حکومت به له «IMF» سره د بېړني پور د ترلاسه کولو په اړه خبرې پیل کړي، څو د دې پیسو په مرسته د خپلو پورونو د پرې کولو په بیلانس کې بحران هوار کړي. بیان زیاتوي، صدراعظم عمران خان د مالیې وزیر ته لارښوونه کړې چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د «IMF» او نړیوال بانک په کلنۍ غونډه کې د «IMF» له چارواکو سره خبرې وکړي. Читать дальше...

په هرات کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې ۱۶ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت چارواکي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې د ۱۶ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښتې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې د مشر ملا رسول او د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وسله‌والو ترمنځ وشوې. د فرهاد په وینا د ملا هبت‌الله ۱۰ او د ملا رسول ۶ وسله‌وال وژل شوي دي. ګرانه ده چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تأیید شي، خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو یو ویاند پېژني د واتس اپ له لارې لیکلي... Читать дальше...

په هرات کي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې۱۶ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت چارواکي د طالبانو د دوډلو ترمنځ په نښتو کې د ۱۶ تنو د وژل کیدو خبرورکوي.   د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښتې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو د بیلې شوې ډلې د مشرملارسول او د طالبانو د مشرملا هبټ الله اخوند زاده د وسله والو ترمنځ وشوې. د فرهاد په وینا د ملا هبټ الله لس او د ملارسول ۶ وسله وال وژل شوي دي. ګرانه ده چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید شي خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو یو ویاند پیژني د واتس اپ له لارې لیکلي چې په دغو نښتو کې د اربکیانو ۱۶ تنه وژل شوي دي. Читать дальше...

د اوکراین پوځ د ناتو ځواکونو سره ګډ تمرینونه پیل کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړچې ځواکونو یې له امریکا او د ناتو له اوو نورو غړیو هیوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.   په دغو تمرینونو کې چې دولس ورځې دوام کوي شاوخوا ۷۰۰ پوځیانو ګډون کړی دی. د پوځیانو نیمایي برخه یې د امریکا بریتانیا، هالند، بلجیم، ډنمارک ایستونیا، پولند او رومانیا دي. د اوکراین د دفاع وزارت ویلي چې په دغو پوځي تمرینونو کې به امریکایي جنګي F-15C او پوځي ترانسپورتي C-130J الوتکې هم برخه واخلي. د امریکا هوایي ځواکونو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Shaman

Shaman отменил концерт в Магнитогорске вслед за Нижним Тагилом





Rss.plus
ЦСКА

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве




Защитник «Спартака» Абена: «Я полностью красно-белый. С самого начала очень рад быть здесь»

В Ульяновск приехал автор "Тани Гроттер"

Экономист Разуваев оценил возможные последствия выплаты 13-й пенсии в России

Стала известна программа псковского фестиваля уличной культуры «Плеск»




د اوکراین پوځ د ناټو له ځواکونو سره ګډ تمرینونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې له امریکا او د ناتو له اوو نورو غړو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي. په دغو تمرینونو کې چې ۱۲ ورځې دوام کوي شااوخوا ۷۰۰ پوځیانو ګډون کړی دی. د پوځیانو نیمایي برخه‌یې د امریکا، بریتانیا، هالند، بلجیم، ډنمارک ایستونیا، پولند او رومانیا دي. د اوکراین د دفاع وزارت ویلي چې په دغو پوځي تمرینونو کې به امریکایي جنګي «F-15C» او پوځي ټرانسپورتي «C-130J» الوتکې هم برخه واخلي. د امریکا هوایي ځواکونو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي... Читать дальше...

په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له سلو زیات وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له سلو د زیاتو وسله والو د وژل کیدو خبرورکوي.   د دې وزارت ویاند غفوراحمد جاوید تیره ورځ ناوخته ازادي راډيوته وویل چې دغه وسله وال د یکشنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتوپه ترڅ کې ووژل شول. " د افغانستان د کوماندو ځانګړو ځواکونو د خپلو نړیوالو متحدینو په هوایي ملاتړاو مشوره په فاریاب او د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په ساحوکې عملیات ترسره کړل چې په نیتجه کې یې د دښمن ۱۱۳ تنه وژل شوي، ۱۱ یې نیول شوي او ۹ تنه یې ټپیان شوي. دغه راز ۸ حلقې ماینونه هم نیول شوي دي". Читать дальше...

په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له سلو زیات وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له سلو د زیاتو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید تېره ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‌وال د یکشنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. ښاغلی جاوید زیاتوي: "د افغانستان د کمانډو ځانګړو ځواکونو د خپلو نړیوالو متحدینو په هوایي ملاتړ او مشوره په فاریاب او د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په ساحو کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د دښمن ۱۱۳ تنه وژل شوي، ۱۱یې نیول شوي او ۹ تنه‌یې ټپیان شوي. دغه‌راز ۸... Читать дальше...

نوې سروې ښیي چې د ولسمشر پوتین محبوبیت ډیرکم شوی دی

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې سروې ښیي چې د هغو روسانوشمیر چې د روسیې ولسمشرولادیمیرپوتین د دې هیواد ترټولو د باوروړسیاستوال بولې په تیریوه کال کې ډیرکم شوی دی.   دغه سروې چې د لیوادا په نوم یوه خپلواک مرکزد سپټمبرله شلمې د سپټمبر تر۲۶ پورې ترسره کړې نتیجه یې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ده. د دغې سروې په سلوکې ۳۹ ګډونوالو ویلي چې پوتین یې ترټولو د اعتماد وړشخص دی. دغه شمیره د تیرې جون د میاشتې په نسبت په سلوکې ۹ او د تیرې نومبرد میاشتې په نسبت ۲۰ فیصده کموالی ښیي. د دغې سروې له مخې د ګډونوالو په سلوکې پنځلسو یې... Читать дальше...

یوه نوې سروې ښیي چې د ولسمشر پوتین محبوبیت ډېر کم شوی

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې سروې ښیي چې د هغو روسانو شمېر چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد تر ټولو د باور وړ سیاستوال بولي په تېر یوه کال کې ډېر کم شوی دی. دغه سروې چې د لیوادا په نوم یوه خپلواک مرکز د سپټمبر له ۲۰مې د سپټمبر تر ۲۶ پورې ترسره کړې نتیجه‌یې د دوشنبې په ورځ خپره شوې ده. د دغې سروې په سلو کې ۳۹ ګډونوالو ویلي چې پوتین‌یې تر ټولو د اعتماد وړ شخص دی. دغه شمېره د تېرې جون میاشتې په نسبت په سلو کې ۹ او د تېرې نومبر میاشتې په نسبت ۲۰ فیصده کموالی ښیي. د دغې سروې له مخې د ګډونوالو په سلو کې... Читать дальше...

د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو د ولایتي شورا یو غړی وایي چې وړمه شپه د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د صدمردې په کلي کې شوي دي. ښاغلي هوتک زیاته کړه: "وړمه شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمردې کلي کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په نتیجه کې یې پنځه ملکي وګړي په شهادت رسېدلي. په وژل شویو کې دوه وروڼه چې د یوه ښوونځي چپراسیان و، شامل دي. Читать дальше...



Москва

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

МСД вошел в тройку самых популярных магистралей Москвы – Сергей Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Фестиваль «Большая сцена» приглашает к участию талантливых людей со всей России




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Естественный отбор технологий: в Москве пройдет отборочный этап чемпионата «Битва роботов»

Офицер Росгвардии спас жизнь мужчине в Москве

В Москве росгвардейцы приняли участие в обеспечении безопасности во время проведения спортивных мероприятий


WTA

Кудерметова вышла во второй круг турнира WTA в Сеуле



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Default app 3 (Кейс симулятор Standoff 2)



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России