د کونړ په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو
د کونړ په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو. د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير انعامالله ساپي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د وېش دغه لړۍ له مرکز اسعداباده پیل شوه چې په خبرهیې هر یو کروندګر ته ۵۰ کېلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کېلو ګرامه کيمیاوي سره ورکول کېږي. دی زیاتوي چې له دغو غنمو او سرې سره به د غنمو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي. اخوا د کونړ کروندګر وايي چې د کرنې ریاست دې د دوی د للمي ځمکو د خړوبولو لپاره له سینده د اوبو راپورته... Читать дальше...