Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 01.12.2018

په خوست کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په خوست ولايت کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د سیالیو تابیا کوونکي وايي، دغه ټورنمنټ چې درې میاشتې دوام کوي، د خوست د ځايي ټیمونو ترڅنګ په کې د خيبرپښتونخوا د فوټبال ځینې لوبډلې هم برخه لري. د خوست د المپیلک امر عزیز ملنګ پرون ناوخته د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ازادي راډيو ته وويل: ”د خوست په ولایت کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ شروع شوې، په دې سره به له یوې خوا موږ غښتلي ورزشکاران پیدا کړو، په دوهم ګام کې به له دې لارې د نشه يي توکو له استعمال سره... Читать дальше...

مسؤلین: دېر ژر به د پروان ٤٠ سلنه اوسېدونکو ته برښنا ورسول شي

Pa.azadiradio.com 

په پروان ولايت کې د برښنا شرکت مسؤلان وايي، ډېر ژر به د دغه ولايت په سلو کې٤٠ اوسېدونکو ته برښنا ورسول شي. په پروان کې د برشنا حوزوي شرکت رئيس محمد ناصر احمدي نن ازادي راډيو ته وويل، د ١٥٠ ميليونو افغانيو په ارزښت د برښنا شبکې د پراختيا ٢٥ پروژې پيل شوي دي. ښاغلي احمدي وويل، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د پروان ٤٠ فيصده اوسېدونکو ته د اړتيا وړ برښنا برابره شي.  تر دې مخکې د پروان ولايتي شورا ځينو غړو شکايت کړى و چې د برښنا شبکې د پراختيا د پروژې کارونه پڅ روان دي.  د ولايتي شورا يوه غړي... Читать дальше...



په غزني کې د ۳ امريکايي پوځيانو د جسدونو پاتې شوني امريکا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د هغو درېيو امريکايي پوځيانو د جسدونو پاتې شوني امريکا ته ورسېدل چې په افغانستان کې په يوه چاودنه کې وژل شوي وو.  دا روان ميلادي کال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.  د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د دغو جسدونو د پاتې شونو د ترلاسه کولو لپاره د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس او د دغو پوځيانو د کورنيو غړي په دَلاوېر کې د هوايي ځواک په پوځي اډه کې راغونډ شوي وو.  دغه درې پوځيان تېره سې شنبه په غزني ولايت کې چې ويل کېږي طالبان په کې فعال دي، د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول. Читать дальше...

ټرمپ وایي، د خبرو پلان مو لغوه کړی، خو له پوتين سره ښې اړیکې لرو

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، سره له دې چې د روسيې له ولسمشر سره يې پلان شوې خبرې لغوه کړي، خو له ولاديمير پوتين سره ډېرې ښې اړیکې لري.  د دواړو ولسمشرانو ترمنځ پلان شوې کتنه وروسته له هغې لغوه شوه چې د روسيې ساحلي ساتونکو د اوکراين ماڼوګان او کښتۍ ونيول.  ولسمشر ټرمپ ويلي، په يوه مناسب وخت کې به له خپل روسي سيال سره وګوري.  په ارجنټاين کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو يا (G-20) د سرمشريزې په څنډه کې له امريکا غږ (VOA) سره په مرکه کې ولسمشر ټرمپ د امريکا له ګاونډيو هېوادونو... Читать дальше...

ټرمپ: له پوتين سره به پر مناسب وخت ملاقات کوم

Mashaalradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي چې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره به پر يو مناسب وخت ملاقات کوي. نوموړي دا خبره د نومبر په ۳۰مه په ارجنټاين کې له امريکا غږ سره د مرکې پرمهال وکړه.



د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش پرون مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امريکا پخوانى ولسمشر جورج ايچ ډبليو بوش د ٩٤ کلونو په عمر پرون مړ شو.  دى د بل پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش پلار او د امريکا متحدو ايالتونو يوڅلوېښتم ولسمشر و.  د ده د مړينې خبر د ده کورنۍ په يوه اعلاميه کې ورکړى دى.  جورج ايچ ډبليو بوش چې له ١٩٨٩میلادي کاله تر ١٩٩٣میلادي کاله پورې د امريکا ولسمشر و، وروسته يې زوى د ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته لار پيدا کړه.  ده پرون د امريکا پر وخت د شپې پر لسو بجو او لسو دقيقو ساه ورکړه.  جوج اېچ ډبيلو بوش په ٢٠١٢ میلادي کال کې اعلان کړى و چې د اندامونو د رېږد يا پارکينسون په ناروغۍ اخته دى. Читать дальше...

د روغتیا سازمان: سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې دوه چنده شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو په ویروس د اخته کوچنیانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی. د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې سږکال د پولیو ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال یې شمېر ۱۰و.  د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابېدو او له واکسین سره مخالفت ډېر کوچنیان له واکسینه محروم کړي دي.  د پولیو ویروس تر پنځو کلونو د کم عمر په ماشومانو کې د فلج او حتی مرګ سبب کېدلای شي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون جمعه وویل... Читать дальше...

د هلمند والي: ځيني هېوادونه له طالبانو د پروژې په توګه کار اخلي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند والي وايي، د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له وسله والو طالبانو د پروژې په توګه کار اخلي. والي محمد یاسین پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې ومنله چې وسله والو طالبانو ته د ایران ساخت وسلې ور رسېږي. محمدیاسین وویل: "داسې اطلاعات راځي چې د ایران په سرحدي سیمو کې هم د مخالفینو یو شمېر دفترونه په مخفیانه ډول فعالیت لري او یو شمېر رهبران یې هم د درملنې لپاره تګ راتګ کوي، خو د تثبیت لپاره يې کشفي او امنیتي ادارې کار کوي." ښاغلي یاسین وویل چې... Читать дальше...

فیفا: د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې د جنسي او فزیکي تشدد ادعا څېړو

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا ویلي چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې له یو شمېر غړو سره د جنسي او فزیکي تشدد د ادعاوو په اړه څېړنې کوي. فیفا بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ته ویلي چې حتی د یو شمېر ښځینه فوټبالیستانو د امنیت په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځو د برخې مخکنۍ مشرې خالدې پوپل د لوبډلې غړې مینا احمدي او شبنم مبارز او روزونکې کیلي لینزي ګاردين ته ویلي چې د نجونو د ملي لوبډلې یو شمېر غړو ته د جنسي تجاوز او فزیکي تشدد علاوه د مرګ ګواښ هم شوی دی. Читать дальше...

یونسکو د کالاش یوه کوچنۍ ټولنه فرهنګي میراث وبلله

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د کالاش په نوم کوچنۍ ټولنه د نړۍ په هغو ارزښتمنو میراثونو کې شامله کړه چې باید خوندي وساتل شي. د ملګرو ملتونو دسازمان تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې یونسکو ویلي چې دا اقلیت ټولنه باید په بېړني ډول خوندي شي. کالاش یوه کوچنۍ ټولنه ده چې له نورستان سره نېږدې د پاکستان په غرنیو سیمو کې اوسي او ځانګړي کلتوري او مذهبي دودونه لري. یونسکو په یوه بیان کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شو، ویلي چې د کالاش ټولنې مذهبي او کلتوري دودونه او د هغوی ژبه باید خوندي وساتل شي. یونسکو دا ټولنه له ګواښ سره مخامخ بللې ده. Читать дальше...

ملګرو ملتونو له ایرانه غوښتي چې د ښځو د حقونو مدافعین خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي څارونکي له ایرانه غواړي چې د بشري حقونو هغه مدافعان چې له اجباري حجاب سره د مخالفت له امله زنداني شوي، خلاص کړي. هغوی په یوه ګډ بیان کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شوی، ویلي چې موږ د ایران له حکومته غواړو چې په بېړني ډول هغه فعالان چې د ښځو د حقونو دفاع کوي، له زندانونو خوشې کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو په ځانګړي ډول، د فرهاد میثمي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. فرهاد میثمي په ایران کې د هغو ښځو ملاتړ کړی و چې په اجباري حجاب له قانون سره مخالفت لري. Читать дальше...

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ کلداره په بېساري ډول لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بیه په بېساري ډول لوېدلې ده. په نړیوال مارکېټ کې پرون جمعه یو ډالر په ۱۴۳ پاکستانۍ کلدارې بدل شو. په پاکستان کې د روان کال د جولای په ۲۵مه پارلماني انتخابات وشول. له هغه راهیسې د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ کلدارې بیه ۱۵ فیصده ټيټه شوې ده.  په پاکستان کې د انفلاسیون، په دولتي خزانه کې د بهرنیو اسعارو د بې ثباتۍ او ډېرو پورونو له امله سخت مالي بحران روان دی.   د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د ځان ژغورولو لپاره د پيسو له نړیواله صندوقه ۶ ملیارده ډالر پور واخلي.



Москва

Галина Ржаксенская впервые стала участником ПМЭФ в Санкт-Петербурге


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

«Он приехал за мной в клуб. И всё, с этого момента мы начали жить вместе». Оксана Самойлова рассказала о знакомстве с Джиганом в эфире «Шоу Воли» на ТНТ  




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


WTA

Россиянка Людмила Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Age of Sail: Navy & Pirates 1.0.1.13



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России