افغان حکومت: پاکستان طالبان د خپل بهرني سیاست یوه وسیله ګڼي
د افغانستان حکومت وايي، پاکستان ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر ښيې چې اسلام آباد له دې ډلې سره څومره نژدې اړیکي لري. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په وار وار ویلي دي چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له دې ډلې په خپله ګټه کار اخلي. نوموړی زیاتوي: "پاکستان پر طالبانو ډېر نفوذ لري او پاکستان په پرله پسې ډول طالبان د خپل بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کارولي دي او اوس هم کار ترې اخلي." د راپورونو له مخې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو پلاوی په دې وروستیو کې پاکستان ته تللی دی. Читать дальше...