هلمند چارواکي: د لښکرګاه څلورمه حوزه د باباجي سیمه ونیول شوه
په هلمند کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه څلورمه حوزه د باباجي سیمه بېرته افغان ځواکونو ونیوله. په سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې لوا قوماندان درستیزوال ډګروال حنیف الله شینواري د ازادي راډیو سیمهییز خبریال ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو زیات مقاومت نهدی کړی، خو د نړیوالو ځواکونو په هوایي بمباري کې ورته ډېره مرګ ژوبله رسیدلې. نوموړي وویل: "باباجي سیمه انشاءلله په ټولیزه توګه تصفیه شوه. د دښمن ګواښ له منځه لاړ." د ازادي راډیو خبریال وایي، ښایي ډېر... Читать дальше...