خلیلزاد د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ناټو مشرتابه ته معلومات ورکوي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن په بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره د سولې په برخه کې پر خپلو هڅو معلومات وړاندې کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن په بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره د سولې په برخه کې پر خپلو هڅو معلومات وړاندې کوي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، سږکال په جنوبي حوزه کې د ناامنۍ او وچکالۍ له امله څه باندې ۳۰ زره کورنۍ بېځايه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محمد رحیم رحیمي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "زموږ هغه هېوادوال چې له لېرې پرتو ولسواليو کې د ناامنيو له کبله بېځايه شوي، يا هم په وروستيو کې موږ او تاسې شاهدان يو چې له فراه، غزني، ارزګان او زابله هم زيات کسان کندهار ته راغلي چې شمېر يې ښايي تر ٣٠٠٠٠ کورنيو زيات وي." د دغه رياست په خبره دوی يوازې پنځه... Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د ايران د بالسټيک توغنديو پر پروګرام د محدوديت پر بيا لګولو کار کوي.
د ارزګان ولايت د چنارتو امنيه قوماندان وايي، د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې يې د دولت له وسلهوالو مخالفانو بېرته نيولې دي. تېره اوونۍ د دې ولسوالۍ د محاصرې او هلته دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خبر ورکړل شوى دى. د چنارتو امنيه قوماندان اختر محمد پرون ازادي راډيو ته وويل، د دوى تر پوځي عملياتو وروسته د وسلهوالو تحرکات لږ شوي دي: "دغومره سره لږ شوي دي. اوس هغومره نهدي لکه پخوا چې وو. دا ائتلافي ځواکونه موږ غوښتي دي، زموږ د پوليسو شمېر هم لږ دى. په زرګونو طالبان راغلي وو." امنيه قوماندان وايي،... Читать дальше...
د هلمند د سولې ولسي حرکت وايي، په ارزګان ولايت کې د جګړې ښکېل اړخونه سولې ته رابولي. د دغه حرکت شا و خوا ٥٠ غړي ارزګان ولايت ته ورغلي او ويلي يې دي چې ولسواليو ته به هم سفر کوي. د دغه حرکت وياند بسمالله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل: "د جګړې ښکېل اړخونه سولې ته رابولو تر څنګ يې له ولسونو غواړو چې د سولې غږ بدرګه کړي او د سولې له ښکېلو اړخونو وغواړي چې جنګ بس دى، نور بايد په جګړه کې ونه وژل شو او نور بايد د جګړې ښکېل اړخونه سوله وکړي. له نېکه مرغه په وروستيو کې د سولې غږ بدرګه شوى دى. Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانى مدافع وکيل په ٣ کاله بند محکوم شو. مایکل کوهن (Michael Cohen) چې له اوږدې مودې راهيسې د ولسمشر ټرمپ مدافع وکيل و، وروسته له هغې چې په ماليه او بانکي درغليو کې يې خپل جرم ومانه، په درې کلن بند محکوم شو. ښاغلي کوهن ومنله چې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاين په مالي چارو کې هم درغلۍ کړي دي. مايکل کوهن اعتراف وکړ چې له روسيې سره يې د ډونالډ ټرمپ د مخکنيو تجارتي معاملو په اړه درواغ ويلي، دغه راز يې ومنله د هغو ښځو د خاموشه کولو لپاره يې پيسې ورکړي چې ادعا يې کړې وه، له ټرمپ سره اړيکې درلودې. Читать дальше...
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران لهخوا د ميزائيلو ازمويلو پروګرام د پراخېدو په حال کې دى. مايک پامپئو پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته چې پر ايران متمرکزه وه، دا خبره وکړه: "د ايران د ميزائيلو د فعاليت سرعت چې په هغه کې د ميزائيلو توغوونکي او ازمويل شامل دي، د اټمي تړون له لاسليک راهيسې نهدى کم شوى. په حقيقت کې د ايران د ميزائيلو ازمويل او د ميزائيلو خپرول د پراخېدو په حال کې دي." د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، واشنګټن د ايران د بالسټيک... Читать дальше...
مېډیوټیک افغانستان هېواد ته د سولې په راوستو په بهیر کې د خبریالانو د ونډې او رول په اړه په بلخ کې د ۱۵ ولایتونو د مدني فعالانو او افغان خبریالانو په ګډون د رسنیو ملي کنفرانس جوړ کړ.
د فرانسې حکومت په سټراسبورګ کې د کرسمس پر مارکېټ تر حملې وروسته په بېلابېلو ښارونو کې اضافي سرتېري ګمارلي دي. د فرانسې صدراعظم ايدوارد فيليپ پرون وويل چې د ټرورېزم ضد پر ځواکونو شا و خوا ١٣٠٠ نور سرتېري ورزيات شوي دي. د فرانسې دغه ټرورېزم ضد ځواکونه په ٢٠١٥میلادي کال کې وروسته له هغې تشکيل شول چې په پلازمېنه پاريس کې د شارلي ابدو طنزي مجلې پر دفتر ځينو افراطي کسانو حمله وکړه. تېره سې شنبه ناوخته يوه سړي په سټراسبورګ کې د کرسمس په مارکېټ کې ډزې پيل کړې چې دوه کسان يې ووژل، تر لسو زيات نور يې ټپيان کړل. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости