Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 17.12.2018

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ډېسېمبرپر ۱۷مه د طالبانو له استازو سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.



ډونالد ټرمپ د امریکايي سرتېري مات ګلیسټین دوسیه بیا پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د هغه امریکايي افسر دوسیه به بیا پرانیزي چې د یوه افغان په وژلو تورن شوی دی. امریکايي سرتېري مات ګلیسټین تورن دی چې په افغانستان کې يې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یو افغان په‌دې ګمان چې د طالبانو بم جوړونکی دی، وژلی و. ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د زیاتو کسانو په غوښتنه د تورن مات ګلیسټین دوسیه چې ده د امریکا یو اتل پوځي وباله، بیا د غور لپاره پرانیزي. د متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند تېره پنجشنبه وویل، تورن ګلیسټین په ۲۰۱۰ میلادي... Читать дальше...

د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرانو د اړیکو مرکز پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرانو د اړیکو مرکز پرانیستل شو. د دغه هېواد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پرانیستل شوی مرکز به له بزګرانو سره د ترویج او کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو په برخه کې مرسته وکړي او بزګران به د کرنې له کارپوهانو سره سلا مشورې کوي. د یاد وزارت د خپره شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د ټول هېواد په کچه بزګران کولای شي، له ۱۵۰ وړیا شمېرې سره په اړیکه کې شي او د کرنې په برخه کې له کارپوهانو د اړتیا وړ نظر واخلي. Читать дальше...

بلخ: د تېرو کلونو په پرتله د قره‌قُل د پوستکي صادرات کم شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت د قره‌قل پوستکي اداره وایي، د تېرو کلونو په پرتله نورو هېوادونو ته د قره‌قُل پوستکي صادرات کم شوي دي. د دغې ادارې مشر محمد عارف د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تېر کال ۵۵۵۲۸۸ جلده د قره‌قل پوستکي یې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي، خو سږ کال بیا دا شمېر ۱۹۴۷۷۴ جلده وو. د ښاغلي محمد عارف په خبره، د دې لامل دا دی چې په دغه ولایت او یو شمېر نورو هغو ولایتونو کې چې د قره‌قل تولیدات په‌کې کېږي، د تولید او صادراتو کچه راکمه شوې، بازار موندنه ورته نه‌کېږي او ورځ تر بلې د بازار تقاضا راکمېږي. Читать дальше...



شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې پر دې هېواد د بندیزونو دوام به د تل لپاره د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو د بهیر مخه ونیسي. شمالي کوریا پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، د امریکا له‌خوا د بندیزونو نوې لړۍ به د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ اړیکې بېرته پخواني حالت ته وګرځوي. په بیان کې ویل شوي دي چې پر شمالي کوریا بندیزونه لګول به نتیجه ورنه‌کړي. د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ سږ کال په سنګاپور کې د تاریخي سرمشریزې پر مهال ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون موافقه وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به له اټمي وسلو پاکه کړي. Читать дальше...

افغان حکومت وايي د یوه معترض افغان رئیس ځاځي دوسیه به وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي، د یوه معترض افغان رئیس ځاځي حقوقي دوسیه به په ټول جدیت وڅېړي. رئیس ځاځي تېره پنجشنبه په هرات کې د افغان ولسمشر اشرف غني د وینا پر مهال په لوړ غږ له هغه د خبرو وخت وغوښت. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "رئیس ځاځی له خپلې مور سره یوځای د جمهوري ریاست د دفتر په همغږۍ له هراته کابل ته انتقال شوی. لویې څارنوالۍ او سترې محکمې مسؤلیت په غاړه اخیستی د هغه دوسیه چې په پکتیا کې یوه حقوقي دوسیه ده په ټول جدیت تعقیب کړي." په ټولنیزو رسنیو... Читать дальше...

د کندهار، هلمند، هرات او کندز د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې. د دغه کمېسیون په وېب‌پاڼه بېګاه ناوخته دا نتایج اعلان شول. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د پایلو په اړه اعتراض لرونکي اشخاص تر دوو ورځو پورې حق لري چې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپلې عریضې ثبت کړي. په دې اساس له کابل، ننګرهار، پکتیا او بغلان پرته د ټولو ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان شوي چې د ځینو پخوانیو وکیلانو تر څنګ ګڼې نوې څېرې پارلمان ته وتلې دي. په غزني کې تر اوسه د ولسي جرګې انتخابات نه‌دي شوي.

نن دوشنبه به د افغان سولې په اړه خلیل‌زاد له طالبانو سره وغږېږي

Pa.azadiradio.com 

له تمې سره سم به نن د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره خبرې کوي. د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، همدا دوشنبه له طالبانو سره د امریکا خبرې جوړوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي. ده همداراز ویلي چې په دې خبرو کې به د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي. د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته... Читать дальше...

سعودي د امریکا د کانګرس د سنا جرګې وروستي پرېکړه‌لیکونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان د امریکا د کانګرس د سنا جرګې وروستي پرېکړه‌لیکونه رد کړل چې په‌کې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د ملاتړ د ختمولو او د خبریال جمال خاشقجي په وژلو د دې هېواد ولیعهد د تورنولو غوښتنه شوې ده. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ریاض پر بې‌اساسو ادعاوو جوړ د امریکا د سنا جرګې پرېکړه غندي او په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي. د امریکا د کانګرس د سنا جرګې د تېرې پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندولو غوښتنه شوې ده. Читать дальше...

بروکسل کې زرګونه کسانو د کډوالو په اړه لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

پرون یکشنبه په بروکسل کې زرګونه کسانو د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د یوې موافقې په مخالفت لاریون وکړ. د پولیسو په خبره په دې اعتراضونو کې پنځه نیم زره کسان د اروپايي ټولنې د مقر شااوخوا ودانیو ته ورټول شوي وو. د کډوالو په اړه موافقه ښايي د کډوالو د زیاتېدو لامل شي. د خوندي او منظمې کډوالۍ په نوم یو نړیوال سند تېره اوونۍ په مراکش کې د ۱۶۰ هېوادونو له‌خوا لاسلیک شو. د امریکا متحده ایالاتو، اتریش، هنګري، ایټالیا، پولنډ او سلواکیا د دغه سند له لاسلیکه ډډه وکړه. دا سند غیر الزامي بلل شوی دی.

فرانسه کې د وژل شویو کسانو د یادښت مراسم ترسره شول

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د سټراسبورګ ښاریان د هغو کسانو د یادښت مراسم ترسره کړل چې تېره اوونۍ د یوه وسله‌وال بریدګر په ډزو کې وژل شوي وو. د سټراسبورګ ښار د کرسمس د بازار په میدان کې په دې مراسمو کې څه باندې زر تنه راټول شوي وو. دا هماغه سیمه ده چې د تېرې سې شنبې په ماښام یوه کس په عامو خلکو ډزې وکړې. د تازه جزئیاتو له مخې پرون د سټراسبورګ د پېښې یوه بل ټپي هم ساه ورکړه چې ټول ټال د وژل شویو شمېر پنځو تنو ته ورسېد. د سټراسبورګ ښاروال رولانډ رېس په‌دغه ښار کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کرسمس په بازار کې د... Читать дальше...

حماس فلسطینۍ ډلې د خپل تأسیس ۳۱مه کلیزه ولمانځله

Pa.azadiradio.com 

حماس فلسطینۍ ډلې د خپل تأسیس ۳۱مه کلیزه ولمانځله. د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون د لسګونه زره کسانو په حضور کې د فلسطینیانو له مقاومته ستاینه وکړه. په پرونیو مراسمو کې د حماس پوځي څانګې غړي په پوځي جامو او ماشینګڼونو سمبال ولاړ وو. حماس ډله په غزه کې فعاله ده، خو په ختیځه څنډه کې بیا د دې ډلې سیا ګوند فتح هم چې د فلسطین اداره چلوي حضور لري. فلسطیني جنګیالي چې حماس‌یې یوه لویه برخه جوړوي له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې درې واره له اسرائیلو سره خونړۍ جګړې هم کړې دي.



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Розенбаум проиграл суд из-за неуплаты счетов за энергоснабжение




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Vavada Casino: a Leader in the Online Gaming Industry



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России