د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نوماندانو نوملیکنه سبا شنبه پیلېږي
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سبا شنبې، د مرغومي په لومړۍ نېټه رسماً پیل شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست ازادي راډیو ته وویل چې د دې کار لپاره تیارۍ له مخکې نیول شوې دي. "د مرغومي لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو د نوملېکنې پیلېږي. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بشپړه تیاري او چمتووالی لري او د نوملیکنې پروسه به له شنبې ورځې څخه تر ۱۲ ورځو پورې دوام وکړي." د انتخاباتو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د جمهوري ریاست د انتخاباتو... Читать дальше...