ارمنستان په ایورو ایشین ټولنه کې د لا نور مدغم کېدو هڅې کوي
د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان وايي، هېواد يې هوډ لري چې د روسيې په مشرۍ په ایورو ایشین اقتصادي ټولنه کې د لا نور مدغم کېدو هڅو ته دوام ورکړي. پاشینیان دا خبرې پرون په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمیر پوتين سره په کتنه کې وکړې. ایوروایشین اقتصادي ټولنه چې روسیه، بلاروس، قزاقستان، ارمنستان او قرغزستان يې غړي دي، په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه. د روسيې ولسمشر د خپل هېواد او ارمنستان سره دوه اړخیزې اړیکې او مخ په زیاتېدونکې تجارتي همکاري وستایله. د نیکول پاشینیان په مشرۍ ائتلاف د ډيسمبر... Читать дальше...