Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 29.12.2018

چارواکي: په غزني کې د ماین چاودنې ۲ ملکيان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د ارزو په سیمه کې ماین چاودنې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه مرګ ژوبله پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د وسله والو طالبانو له خوا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین له امله ‎رامنځته شوې ده. هغه زیاتوي، په پېښه کې یو لس کلن هلک او یو بل کس وژل شوي او د یوې کوچنۍ نجلۍ او یو بل تن ټپیان دي. د نوري په خبره، په تېره یوه اوونۍ کې دا درېیمه خونړۍ پېښه ده چې د وسله والو د ځای پر ځای شويو... Читать дальше...

د یمن په حدیده کې د حوثي ځواکونو د بیا ځای پرځای کېدو بهیر پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د یمن په بندري ښار حدیده کې د مېشتو حوثي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کېدو بهیر پیل شوی دی. د ملګرو ملتونو یوې شرچینې نن وویل، دا اقدام د هغې هوکړې د یوې برخې په توګه ترسره کېږي چې د دې سازمان په منځګړیتوب د روانې میلادي میاشتې په پیل کې سویډن کې د یمن د ښکېلو لوریو ترمنځ وشوه. په یمن کې حوثي یاغیانو څخه ایران او له حکومت څخه سعودي عربستان ملاتړ کوي. دواړه لوري د سویډن په مذاکراتو کې پر دې سلا شوي وو چې په حدیده ښار کې به اوربند کوي او خپل وسله وال به له دې ښاره وباسي.



له کابل ښاره لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته يوړل شول

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښاره لسګونه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته يوړل شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې راکمولو رئیس ډاکتر محمد ناصر شریفي ازادي راډیو ته وویل، تېره سې شنبه یې د کابل ښار له پل سوخته او میرویس میدان سیمو دوه سوه کسان را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته يوړل. ده وویل: "څرنګه چې په ژمي کې یخني ډېره وي او ډېری معتادین د سړې هوا له امله مړه کېږي، نو له همدې امله موږ په هرو (۱۵) ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو بې سرپنا معتادین را ټولوو او بيا يې ابن... Читать дальше...

اسراییل او برازیل ستراتیژیکي همکارۍ پراخوي

Mashaalradio.com 

د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د برازیل ښي اړخي راتلونکي ولسمشر جېیر بولسونارو ویلي د اقتصاد، ټېکنالوجۍ او پوځي اړیکو د پراخولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو تعلقاتو پر جوړولو سلا شوي دي.

پښتانه ځوانان وايي ۲۰۱۸م کال د سياسي پوهاوي له پلوه ورته مهم و

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پښتنو ځوانانو وويل چې ۲۰۱۸م کال د دوی لپاره د سياسي او نورې پوهاوي له پلوه ډېر مهم وو. دوی وايي په دې کال کې پښتنو ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ له لارې نړۍ ته وښودل چې پښتانه ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ ښکار دي.



مسؤلین: سږ کال په بادغیس کې د پستې محصولات د تېر په پرتله کم وو

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس د کرنې ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د پستې محصولات د تېر کال په پرتله کم وو. د یاد ولایت د کرنې مشر عبدالتواب تایب نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په ‍۱۳۹۷ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۲۱ زره ټنه پسته تولید شوې، خو تېرکال دا اندازه ۲۴ زره ټنه وه. د ښاغلي تایب په خبره، د پستې د تولید شويو محصولاتو اټکل شوی ارزښت څه باندې ۷۵ ميلیونه افغانۍ دی او ډېره پسته هندوستان، ایران او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته صادره شوې ده.

د شام پوځ مهم شمالي ښار منبج ته داخل شوی

Mashaalradio.com 

د شام حکومتي عسکر په تېرو شپږو کالونو کې په لومړي ځل مهم شمالي ښار منبج ته له هغې وروسته داخل شوي دي چې د کردانو په مشرۍ ملېشه ځواکونه وایي، د ترک عسکرو د حملې د خطر له وجې یې شامي ځواکونو ته د دغې سیمې د خوندې ساتلو بلنه ورکړې ده.

'افغان حکومت دې د امريکا او طالبانو په راتلونکې غونډه کې شامل کړل شي'

Mashaalradio.com 

په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډې ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخارحسېن ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په راتلونکې غونډه کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي. د ډېسېمبر پر ۲۸مه دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر حکومتي، تجارتي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې د اړیکو پر ښه کولو ټینګار وشو. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیويي راپور کې.

مېرکل له پوتین سره د اوکراین د ختیځ او کریمیا په اړه خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د ختیځ او کریمیا په اړه خبرې وکړې. د دې ټیليفوني خبرو پرمهال انګیلا مېرکل د روسیې پر ولسمشر پوتین فشار راوست، تر څو هغه ۲۴ اوکرایني ماڼوګان خوشې کړي چې روسي ځواکونو د کیرچ له تنګي نیولي او زنداني کړي یې دي. د جرمني د حکومت ویاندې اولریک ډیمر پرون وویل، په اوکراین سربېره د سوریې په اړه خبرې وشوې چې متحده ایالتونو له دې هېواده د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده. په کریمیا کې وروسته تر دې کړکېچ زیات شو چې د نومبر په... Читать дальше...

مارکویس: ټرمپ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ایستو نه دي ویلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د حکومت یو ویاند وایي، ولسمشر ډونالد ټرمپ دا امر نه دی کړی چې دفاع وزارت دې له افغانستانه سرتېرې وباسي. تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه خپل اووه زره سرتېرې بهر کړي. پر دې پرېکړې پر ولسمشر ټرمپ د امریکا دننه ډېر انتقادونه وشول. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند ګارت مارکویس په یوه بیان کې چې رسنیو ته یې د ایمېل له لارې استولی دی، لیکلي دي چې ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه نه ده کړې چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور ونه لري او... Читать дальше...

چارواکي: په بدخشان کې د طالبانو له خوا نیول شوي سرتېري خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز فیض اباد له څنډې د طالبانو له خوا نیول شوي سرتېري پرون د قومي مخورو په منځګړتوب خوشې شول. طالبانو په دې وروستیو کې د فیض اباد ښار د پولیسو له لسم ماموریته د خپل یوه ارتباطي کس په واسطه یو شمېر سرتېري او د هغوي تجهیزات له ځانه سره وړي وو. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ ویاند جاويد بدخشي په دې اړه تېره شپه ازادی راډیو ته وویل: "نهه یا لس کسان چې نیول شوي وو، له خوشې کېدو وروسته تېر ماښام ارغنج خواه ولسوالۍ ته ورسېدل، که څه هم طالبانو غوښتل چې دا سرتېري له... Читать дальше...

خوګیاڼی: د ننګرهار په غني خېلو کې پراخ پوځي عملیات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

افغان امنیتي ځواکونو د ملي اردو په مشرۍ پرون د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې پراخ عملیات پیل کړل. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو اساسي هدف د جلال اباد تورخم پر لویه لار د امنیتي ګواښونو له منځه وړل دي. ښاغلي خوګیاڼي وویل، د غني خېلو ولسوالۍ هغه سیمې چې د طالبانو په واک کې وې، تصفیه شوي او دا مهال په کې ولسي پاڅون کوونکي ځای پر ځای شوي دي. ده وویل: "د دې عملیاتو په لړ کې دوه سیمې چې یوه يې طالبانو خپله ولسوالي بلله او بله چې محبس یادېږي،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3    





Rss.plus
Владимир Путин

Муфтий Гайнутдин пожелал Путину помощи Аллаха для побед




Москвичам рассказали о планах по благоустройству Парка Горького

Дипломат Асуев: во время хаджа в Саудовскую Аравию умерли 4 россиянина

В Москве рассказали о развитии фармкластера в ОЭЗ «Технополис «Москва»

В России предложили установить верхний возрастной порог для управления автомобилем




په مصر کې یوې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۲ یې ژوبل کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د مصر په پلازمېنه قاهره کې پرون لرغونو اهرامونو ته نېږدې د بهرنیو ګرځندویانو پر یوه بس چاودنه شوې ده چې ۳ کسان يې وژلي او ۱۲ نور یې ژوبل کړې دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې وژل شوی سیلانیان ویتنامیان دي او په ټپیانو کې هم لس تنه د دغه هېواد وګړي دي، دوه نور ټپي شوي مصریان دي. پولیسو ویلي دي چې د دې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي. دا په تېرو دوه کلونو کې لومړۍ ځل دی چې په قاهره کې بهرني سیلانیان په نښه کېږي. د مصر پوځ له کلونو راهیسې په سینا ټاپووزمه کې له سخت دریځو وسله والو سره جګړې کوي.

انجلینا جولي: هر چېرته چې راته اړتیا وي، هلته به کار کوم

Pa.azadiradio.com 

د هالیووډ فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې انجلینا جولي وايي، کېدای شي یوه ورځ په سیاسي ډګر کې داخله شي. له بي بي سي نړیوالې راډیو سره په مرکه کې چې پرون خبره شوه، د اوسکار جایزې ګټونکې انجلینا جولي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سیاست ته به مخه کړي او که نه؟ وویل، هر چېرته چې دې ته اړتیا وي، هلته به کار وکړي. ۴۳کلنې جولي د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کډوالو او د ښځو د حقونو لپاره لا نور کار وکړي. انجلینا جولي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازې... Читать дальше...

په سوډان کې پولیسو د جمعې له لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو مخه ونیوه

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په مرکز خرطوم کې پرون پولیسو د جمعې له لمانځه وروسته د پراخو مظاهرو مخه ونیوه. پولیسو د مظاهره چیانو د مخنیوي لپاره چې د ډودۍ په بیه کې د لوړوالي په اعتراض کې راوتلي وو، پر هغوی اوښکې بهونکي ګاز استعمال کړ . د سوډان په مرکز او یو شمېر نورو ښارونو کې له نېږدې دوه اوونیو راهیسې زرګونو کسانو مظاهرې پیل کړې دي. راپورونه وايي چې تر اوسه د سوډان په مظاهرو کې د دوه سرتېرو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي دي چې اکثره مظاهره چیان د دوکاونو او بازارونو د چور او لوټ کولو پر مهال مړه شوي دي. Читать дальше...

سعودي: په حکومتي تشکیل کې مو وروستي بدلونونه متوقع وو

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان وايي، په حکومتي تشکیل کې يې وروستي بدلونونه متوقع وو او په هرو څلورو کلونو کې باید په کابینه کې بدلونونه راشي. د سعودي د حکومت دا بیان د هغه څه وضاحت بلل کېږي چې منتقدانو د بحران د وخت مدیریت بللی دی. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز د پنجشنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر مهم غړي له دندو لېرې او نوې څېرې یې وګمارلې. کارپوهان وايي، سعودي په مهمو حکومتي پوسټونو کې د نویو کسانو په ګمارلو سره هڅه کوي چې هغه زیان او ضربه کمه کړي چې د خبریال جمال... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин прибыл в Китай с рабочим визитом



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Билан заявил, что согласен стать отцом ребенка от Лолиты Милявской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


WTA

Самсонова выиграла турнир WTA в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Иоганн Себастьян Бах

«Бах vs Чайковский» под величественными сводами Петрикирхе.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России