Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 30.12.2018

د بنګلادېش انتخابات، سیاست او بحرانونه

Mashaalradio.com 

د بنګلادېش ولس د ډېسېمبر پر ۳۰مه په ټولټاکنو کې رایې اچوي. د هغه هېواد وزیراعظمه شېخ حسینه واجد په درېیم ځل د بریا په تکل ده. له ۱۹۷۱ز کال راهیسې چې بنګلا دېش جوړ شوی، سیاست یې اکثر تود او انتخاباتي عمل او حکومتونه یې د اړي ګړي او بحراني حالت ښکار پاتې شوي. موږ د رویټرز خبري اژانس بېلا بېلې ویډیوګانې راخیستې دي او د بنګلادېش پر سیاسي تاریخ مو رپورټ جوړ کړی.

افغان چارواکي: د بلخ او ترکیې تر منځ به هوايي دهلیز پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به د بلخ او ترکیې تر منځ هوايي دهلیز پرانېستل شي. شیراحمد سپاهي‌زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ولایت سوداګر او متشبثین د دغه کار لپاره چمتوالی لري. د نوموړي په خبره له بلخ ولایته ترکیې ته په صادراتو کې د قره‌قل پوستکی، غالۍ او نورو افغاني تولیدات شامل دي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان قره‌قل او غالۍ په نړیواله کچه مشهورې دي او په بهر کې ډېر خوښونکي لري.

د کانونو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي د عمل په پلان خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي چې د کانونو د غیر قانوني کیندنې د مخنیوي لپاره د محافظت کمېټې په تازه غونډه کې د ۱۳۹۸ هجري لمریزکال لپاره د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق د مخنیوي د عمل په پلان خبرې وشوې. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پلان د افغانستان د ملي پانګې د خوندیدتوب چې د دغه هېواد کانونه دي او دغه شان د یاد سکتور په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د هڅونې په برخه کې ډېر مهم دی. د نوموړي په خبره، په تېرو څو کلونو کې د جګړې... Читать дальше...



د روسيې په سایبریا کې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په سایبریا کې پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸» ​ د یوې ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي. د روسيې دولتي خبري اژانس ویلي دي چې دا پېښه د سایبریا په خانتې مانسي سیمه کې د یوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر له امله شوې ده. روغتیايي چارواکو ویلي دي چې د یو شمېر ټپیانو نازک وضعیت ته په پام ښايي د دې ټرافیکې پېښې د تلفاتو شمېر لوړ شي.

هالنډ او جرمني ۵ کسان د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ او جرمني امنیتي ځواکونه وايي، پینځه کسان يې په هالنډ کې د تروریستي عمل د پلان په شک نیولي دي. د هالنډ پولیسو پرون وویل، د روتردام ښار پر مختلفو سیمو يې په چاپو کې څلور مشکوک کسان نیولي دي. د جرمني امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د هالنډ د پولیسو په غوښتنه يې په مینځ ښار کې یو مشکوک نیولی دی. د هالنډ او جرمني د امنیتي ځواکونو په اعلامیو کې ویل شوي دي چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات دوام لري.

رحیمه جامي: ایران له امریکا سره دښمني په افغانستان کې پالي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېڅ داسې شواهد نه‌لري چې په‌دې هېواد کې د ایران د منفي او تخریبي فعالیتونو رپوټونه ثابت کړي. د امریکا دفاع وزارت په یوه نوي رپوټ کې ویلي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته مالي او سیاسي مرسته کړې او وسلې او چاودېدونکي مواد یې ورکړي دي. د امریکا د دفاع وزارت دا خبرې کانګرس ته په یوه رپوټ کې کړې دي. تهران مخکې داسې تورونه رد کړي دي.  خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون شنبه د ډسمبر۲۹مه، ازادي راډیو ته وویل چې کابل او تهران دوستانه... Читать дальше...

په تهران کې د ازاد اسلامي پوهنتون سلګونه محصلانو مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه د ازاد اسلامي پوهنتون سلګونه محصلانو مظاهره وکړه. تېره اوونۍ د دې پوهنتون د ساینس او څېړنې د پوهنځي مخې ته د محصلانو یو بس چپه شو چې لس تنه محصلان په کې مړه او ۲۷ نور زخمیان شول. په تهران کې د ازاد اسلامي پوهنتون مظاهره چیانو پرون د دې پېښې پر ضد سخته غصه څرګنده کړه. هغوی د پوهنتون د یو شمېر لوړ رتبه چارواکو د استعفا غوښتنه کوله او هغوی یې په بې غوري تورن کړل.  په پرونۍ مظاهره کې د پېښې د یو شمېر قربانیانو د کورنیو غړي هم وو. د تهران پولیسو ویلي چې د موټر د چپه کېدو د علت د څرګندولو لپاره څېړنې کوي. Читать дальше...



زرګونه صربانو د خپل ولسمشر او د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه، زرګونو صربانو د خپل ولسمشر الکساندر ووچیچ او د هغه د حاکم ګوند پرضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو د مطبوعاتو د ازادۍ غوښتنه کوله. هغوی په کراره د بلګراد ښار په مرکزي برخه کې تېرېدل او شعارونه یې ورکول چې پر ژرونالېستانو او د حکومت پر سیاسي مخالفانو حملې باید بندې شي.  دا څلورمه اوونۍ ده چې د ولسمشر الکساندر ووچیچ مخالفان په بلګراد کې مظاهره کوي. د صربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ پرون د خپل حکومت د پلویانو له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل... Читать дальше...

د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر بېرته پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د هانوفر ښار هوايي ډګر بېرته پرانېستل شو. هلته پرون، شنبه د ډسمبر ۲۹مه یو موټر چلونکي له اجازې پرته پر امنیتي دروازه تېر شو او خپل موټر یې د الوتکو د ځغاستې کرښې یا رنوې ته ور ساوه. د جرمني د دې شمالي ښار د پولیسو دفتر تېره شپه پر ټوېټر لیکلي چې موټر چلونکی نیول شوی دی. پولیس ویلي چې په موټر کې هېڅ ډول مشکوک یا خطرناک وسایل نه‌دي موندل شوي. د هانور ښار هوايي ډګر د شپې په اتو بجو د پروازونو لپاره پرانېستل شوی دی. پولیسو ویلي چې تر اوسه داسې نښه نه لیدل کېږي چې دا پېښه به له ترورېزم سره تړاو لري.

هغه سوداګر چې نادرپښتون واټ کې یې مارکېټونه وسوځېدل څه غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

هغو سوداګرو چې د کابل په نادرپښتون واټ کې یې مارکېټونه وسوځېدل له حکومته غوښتنه کړې چې له مالیې پرته پورونه ورکړي او ۲۵ کاله دې په دې سیمه کې چې د دولت ملکیت دی، له کرایې پرته د کار او تجارت اجازه ورکړي. د افغانستان د حکومت د رپوټ په حواله، د نوومبر په لومړۍ نېټه ماښام د کابل ښار په دې سیمه کې د اورلګېدو له امله اووه مارکېټونه او د برقي وسایلو ۸۳۷ دُکانونه وسوځېدل. د زیانمنو شوېو تجارانو او هټیوالو یوه پلاوي پرون شنبه د ډسمبر ۲۹مه، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. د ارګ د خبرپاڼې... Читать дальше...

د کورنیو چارو وزارت ټول کارکوونکي سفارتونو ته له ورتګه منع دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټول مامورین او پولیس د دوشنبې له ورځې د بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته له ورتګه منع دي. د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸» خپره شوه، ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت هېڅ ملکي یا غیرملکي مامور نه‌شي کولای چې په افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو مېلمستیاوو او جشونونو ته ور شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هر مامور او پولیس باید مخکې له دې چې د کوم بهرني هېواد سفارت ته ورځي، د وزارت مسولې برخې ته خبر ورکړي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له سرغړونکو... Читать дальше...

په بنګله‌دیش کې نن خلک په انتخاباتو کې رأيې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په بنګله‌دیش کې نن خلک د پارلمان د ۲۹۹ غړو د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې رأيې ورکوي. راپورونه وايي، د بنګله‌دیش اوسنۍ صدراعظمه شیخ حسینه به د درېیم ځل لپاره هم واک ته ورسېږي. نظرپوښتنې ښيې چې د شیخ حسینه ګوند عوامي لیګ به په نننیو انتخاباتو کې زیاتې رأيې واخلي. د بنګله‌دیش د حکومت مخالف سیاسي ګوند ملي حزب د نن ورځې په انتخاباتو کې له واکمن ګوند سره نېږدې سیالي کوي. بنګله‌دیش ۱۶۵ میلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې سل میلیون وګړي يې د رأيې ورکولو پر شرایطو برابر دي.



Москва

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил об открытии «Домиков добра» для сбора гуманитарной помощи



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

VK Fest

Планы на выходные 15 – 16 июня: VK Fest в Сочи и продолжение «Бриджертонов»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов 12 июня установил мировой рекорд по чеканке мяча в «Лахта Центре»

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»


Уимблдон

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


#123ru.net

Военные следователи Тихоокеанского флота продолжают работу по постановке бывших мигрантов на воинский учет



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России