Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 02.07.2019

سرچینه: طالبانو تېره شپه د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ ونیوله

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې سرچینې وايي چې طالبانو تېره شپه د قوش تپې ولسوالۍ ونیوله. قوش تپه د شبرغان د جنوب لوېدیځ په ۷۰ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده. د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي چې نه‌غواړي نوم‌یې افشا شي، نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې طالبانو پر دې ولسوالۍ تهاجمي حملې وکړې چې په نتیجه کې د قوش تپې مرکز سقوط وکړ او هلته دېره شااوخوا سل تنه سرتېري ځیني مړه، ځيني ټپیان او ځیني نور اسیران شول. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دې ډلې وسله‌والو تېره شپه قوش تپه... Читать дальше...

ارګ: په کابل کې په پرونۍ حمله کې ۴ ملکیان او ۲ نظاميان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابل کې په پرونۍ حمله کې څلور ملکیان او دوه نظاميان وژل شوي دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ماسختن په دې اړه ازادي راډیو ته وويل: په دې برید کې چې هدف يې ملکيان وو، د یوه کوچني په ګډون څلور ملکيان وژل شوي او دوه سرتېري د سخت دريځو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال ووژل شول. د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون ماښام ازادي راډیو ته وويل، په دې حمله کې ۱۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د ده په وینا، اکثریت ټپیان ملکي کسان دي. طالبانو پرون د دې حملې مسئولیت... Читать дальше...

د امریکا ولسمشر: افغانستان د ترورېستانو لپاره د لابراتوار په څېر دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، افغانستان د ترورېستانو لپاره د یوه لابراتوار په څېر دی. ښاغلي ټرمپ پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې افغانستان له مشهور امریکايي پوهنتون هارورډ سره تشبېه کړ او ویې ویل چې د ترورېستانو لپاره دا هېواد د همدې پوهنتون حیثیت لري. ټرمپ په دې مرکه کې چې د کابل له پرونۍ حملې مخکې ثبت شوې وه او تېره شپه پر فاکس نیوز چینل خپره شوه، یو ځل بیا تینګار وکړ چې غواړي امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي، خو ده زیاته کړه چې وېرېږي چې د امریکايي ځواکونو له حضور پرته به د افغانستان... Читать дальше...



د فارياب چارواکي د ۳۰ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د فارياب چارواکي په دې ولایت کې د دېرشو طالب جګړه مارانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وويل چې دا جګړه ماران د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پښتون کوټ ولسوالۍ په نذیر اباد سیمه کې ووژل شول. ښاغلي یورش پرون په دې اړه وويل چې د طالبانو د مشر په ګډون یې ۳۱ غړي ووژل شول او ۱۴ نور يې سخت ټپیان شول. د ښاغلي یورش په وینا، په پشتون کوټ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پروني عمليات د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو مواصلاتي لارو پرانیستلو په هدف پیل کړل. Читать дальше...

د سعودي پر ابحا ډګر د حوثيانو په یوه برید کې ۹ تنه ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي په مشرۍ ائتلاف وايي چې ایران پلوو حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر ابحا هوايي ډګر یوځل بیا د بې پیلوټه الوتکې برید کړی او نهه کسان یې ټپیان کړي دي. دې ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد عملیات کوي، په یوه بیان کې چې نن د سعودي خبري اژانس خپور کړ، ویلي چې دا حمله نن سهار وشوه او ټپيان یې ملکي وګړي دي چې اته پکې د سعودي عربستان او یو د هند اتباع دي. د حوثي یاغیانو یو ویاند تأیید کړه چې د دې ډلې وسله والو په خپلو پراخو عملیاتو کې د سعودي عربستان د اسیر ولایت د مرکز ابحا هوايي ډګر په نښه کړ.

د بغلان چارواکي: که دره کيان ونه نیول شي، طالبان به نورې سیمې ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري خبرداری ورکړی چې که افغان امنتي ځواکونه د دې ولسوالۍ دره کيان بېرته له طالبانو ونه نیسي، دا ډله به له کیان سره نښتې نورې سیمې هم لاندې کړي. ښاغلي غفوري ازادي راډيو ته د دوشنبې په ماښام وويل چې طالبانو یوه ورځ مخکې دا دره ونیوله. ده وویل: که دا دره بېرته ونه نیول شي، د طالبانو لاره به له دهنه غوري، تاله و برفک او سرخه تاتار سره وصل شي. د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني همداراز ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو د دره کیان کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی. Читать дальше...

ډونالد ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له دې چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پربنسټ له ټاکل شوې اندازې د زیاتو یورانیمو د غني کولو اعلان وکړ، ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې ایران له اور سره لوبې کوي. ټرمپ تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایران ته څه پیغام لري، وویل چې ایران په دې پوهېږي چې څه کوي او زیاته یې کړه چې دا هېواد له اور سره لوبې کوي. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې IAEA پرون د تهران هغه ادعا تأیید کړه چې وايي، په ټیټه کچه د غني شویو یورانیمو اندازه یې د ۲۰۱۵ کال د موافقې پربنسټ له ټاکل شوي حده اوښتې. Читать дальше...

مسکو زنداني پال ويلان ته د ډاکتر د ورتلو غوښتنه رد کړې

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د امريکا سفارت د دوشنبې په ورځ پر ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکايي تبعه پال ويلان د طبي معاينې لپاره زندان ته د ډاکتر د ورتلو غوښتنه رد شوې ده. پال ویلان پخوانی نظامي دی چې اوس په روسیه کې د جاسوسۍ په تور بندي دی. د امريکا سفارت پر ټوېټر ليکلي چې د ده روغتيايي وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی. څو ورځې مخکې په مسکو کې د امريکا سفارت د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ته د اعتراض لپاره یو چارواکی لېږلی و. یاد چارواکي له بهرنيو چارو وزارته غوښتي وو چې د هغو تورونو په اړه دې پلټنې وکړي چې وايي، په زندان کې له پال سره بد چلند کېږي. Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебные башмачки Элли» - эта постановка создана по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Большой шлем

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России