ارزګان کې د وسلهوالو طالبانو څخه روسي دوربینونه نیول شوي
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د وسلهوالو طالبانو څخه یې د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته په ځانګړي مرکه کې وویل چې د وسلهوالو طالبانو څخه یې د جګړې پر مهال روسي شپني دوربینونه نیولي دي.
ځیني کابل ښاریان په دولتي ادارو کې د فساد له زیاتیدو شکایت کوي،دوی شکایت کوي چې د فساد سطحه لوړه شوې ده او وايي، په دولتي ادارو کې بډو اخېستو خواشیني کړي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د دې ولایت د استېناف محکمې دوه اداري کارکوونکي د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې پېښه نن سهار نږدې اته بجې د جلالاباد ښار اړوند د روښان مېنې په سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د استېناف محکمې رئیس عبدالولي قاضيزاده هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تأييد کړه او ويې ویل چې دواړه کارکوونکي د بېلابېلو دیوانونو مدیران وو چې دندې ته د تللو پر مهال نامعلومو وسله والو وژلي دي. Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په قطر کې د سولې د ناستو او د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
کله چې د سولې توافق تر لاسه شي، د افغانستان سیاسي وضعیت د طالبانو په ګټه تغییر کوي او که طالبان د اوسني سیاسي وضعیت برخه ګرځي؟
د هند او نیوزیلنډ د ملي ټیمونو د ځنډیدلې نیمه پایلوبې بیا پیل نن هم ممکن نه ښکاري. دغو دواړو ټیمونو پرون چهارشنبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې لومړۍ نیمه پایلوبه پیل کړه. نیوزیلنډ په ۴۶ اورونو کې ۲۱۱ منډې وکړې او پاتې لوبه د باران په خاطر وځنډېده. نن له دې چې د باران اټکل شوی ښايي لوبه له خنډ سره مخ شي. د مانچستر په اولټرافورډ لوبغالي کې د دې لوبې د لیدلو لپاره پرون لسګونه زره ننداره چیان ورغلي وو چې باران ټول ناهیلي کړل. د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې هند اووه لوبې ګټلي او دعوه یې کړې چې دا جام به هم ګټي. Читать дальше...
اروپايي ټولنه نن چهارشنبه په کابل کې د اداري فساد ضد پنځم کلنی کنفرانس جوړوي. په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کنفرانس به د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړ شي. په خبرپاڼه کې په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفیر پیري مایډون «Pierre Mayaudon» له خولې ویل شوي "په حکومتوالۍ، امانتدارۍ او حساب ورکولو پورې تړلي ټول مسایل د پوره پاملرنې وړ دي." د نوموړي په وینا، سره له دې چې دا مسایل کړکېچ زیږونکي دي خو کم بحث پرې شوی دی. ټاکل شوې چې د اداري فساد پرضد د اروپايي ټولنې په دې پنځم... Читать дальше...
د افغانستان حکومت هیلهمند دی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ابتدايي هوکړهلیک لاسلیک شي.
افغان حکومت وايي، په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د شویو خبرو او پرمختګونو په جزئیاتو خبر دي.
د ایران سره د اټمي موافقې اروپايي لاسلیک کوونکو پر تهران غږ کړی چې په زیات غلظت د یورانیمو د غني کولو وروستي اقدامات دې بېرته شاته کړي.
د امریکا متحده ایالاتونه د هُرمز تنګي او باب المندب په نړیوالو اوبو کې د بېړې چلونې د ازادۍ د ډاډمنېدو لپاره د یوه پوځي ائتلاف د جوړولو په طرحې کار کوي. د امریکا د پوځ لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزېف ډنفورډ پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون به د قوماندانۍ او څارنۍ په برخه کې دغه ائتلاف ته امکانات برابر کړی. دی وايي: "موږ اوس وخت له ځینو هېوادونو سره په اړیکه کې یو، څو وګورو چې موږ یو ائتلاف رامنځته کولای شو چې په هُرمز تنګي او باب المندب کې د بیړۍ... Читать дальше...
د امریکا د خزانې وزارت د حزبالله په یو امنیتي چارواکي او د لبنان په پارلمان کې د حزبالله په دوو غړو بندیزونه لګولي دي. دوی تورن دي چې د ایران ملاتړ لرونکي دې وسلهوالې ډلې د اهدافو د پرمخ بیولو لپاره او د « ایران د ناسمو فعالیتونو د پیاوړتیا» لپاره یې له خپلو دندو استفاده کوله. د امریکا د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، د لبنان په پارلمان کې د حزب غړي امین شیري او محمد حسن راد، همدارنګه د حزبالله د اړیکو او هماهنګۍ د څانګې مشر وافق صفا یې په تور لېست کې شامل کړي دي. دا لومړی ځل دی چې... Читать дальше...
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک درې سرتیري په لویدیځ ښار پیرانشهر کې په ډزو وژل شوي دي. د سپاه پاسداران ځواک د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، درې سرتیري یې هغه مهال ووژل شول او یو بل ټپي شو چې «ترهګرو یې پر موټر ډزې وکړې» د مهر نیمه دولتي خبري اژانس ویلي، کُردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیرانشهر ته نژدې په یو کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتیري وژلي. دا سیمه پخوا هم د ایراني ځواکونو او کُردي ملېشو ترمنځ د نښتو شاهده وه.
د بې سرحده ژورنالېستانو ټولنه وايي، هغه څه ویرولي چې پاکستاني چارواکو پهدې هېواد کې درې ټلوېزیوني چینلونه د اپوزیسون د یوې مشرې د خبري...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости