روغتیا وزارت: په میدان وردګ کې له ۴۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تأیید کړه چې په میدان وردګ ولایت کې له څلوېښتو زیات روغتیایي مرکزونه د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي. د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل: په خواشینۍ سره چې په دې وروستیو کې طالبانو پرېکړه کړې چې په میدان وردګ ولایت کې د چک، نرخ او سیداباد په ګډون په څو ولسوالیو کې شااوخوا ۴۲ روغتیایي مرکزونه وتړي، دا ټول یې د هغې حملې په اعتراض کې تړلي چې د حکومتي ځواکونو له خوا د تنګي سیدان پر يوه روغتیایي کلنیک شوې او په نتیجه کې یې څو روغتیایي کارکوونکي شهیدان شوي وو. Читать дальше...