ډاکتر مجاور احمد زیار: بیرغ د هېوادونو ملي سمبول دی
د راډیويي مجلې دا ګڼه مو یو ځل بیا په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده.
د راډیويي مجلې دا ګڼه مو یو ځل بیا په یو شمېر هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د شنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی، ویلي چې د مذاکراتو د ۱۵ کسیز پلاوي په جوړېدو کار روان دی او ډېر ژر به اعلان شي.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو پر واکمن تحريک انصاف د سياسي انتقامي کارروايۍ تورونه لګولي دي. د جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا
د مسکو پولیسو د حکومت د اپوزيسیون زیات مشران او هغه لاریون کوونکی وهلي او نیولي چې په ټاکنو کې یې د ګډون غوښتنه کوله.
د پاکستان پوځي مقامات وايي، افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان او بلوچستان کې پر پوځیانو وسله وال بریدونه شوي چې له امله یې پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR د شنبې په ورڅ په ویلي چې پر پاکستانیو پوځیانو په دوو جلا جلا بریدونو کې لږترلږه ۱۰ پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان پوځي مقامات وايي، لومړی برید د خیبر پښتونخوا د قبایلي ولسوالۍ شمالي وزیرستان په ګوربز کې پر هغو پوځیانو شوی چې پر پوله یې ګزمه کوله چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۶ پوځیان وژل شوي دي. پوځ ادعا... Читать дальше...
نن سهار وختي د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په سرفراز کلا سیمه کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز موټربم چاودنه کړې ده. د یادې ولسوالۍ ولسوال جمعه خان ترکي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید نن سهار څلور بجې شوی چې څلور تنه پولیس یې وژلي او دوه نور ټپیان دي. دی زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه چاودنه د موټر که د ټانک په واسطه رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه هم د دغې ولسوالۍ پر مرکز د یوه ټونس موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی و چې شلو تنو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. Читать дальше...
د شنبې د ورځې مازیګر د خوست ښار بلند منزلو سیمې ته نږدې چاودنه شوې چې لږترلږه ۲۸ ملکیان په کې ټپیان شوي او د یوې ښځې په ګډون ۲ تنه په کې وژل شوي دي. د خوست امنیتي چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او هر کله چې له سیمې د ولایتي قواوو پوځي ګاډي تېرېدل، د ریموټ کنټرول په واسطه پسې چاودنه وشوه. د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې ۲۸ تنه ټپیان شوي او د یوې ښځې په ګډون ۲ تنه وژل شوي دي. ښاغلي انصاري زیاته کړه چې په ټپیانو کې د ۳ تنو روغتیايي حالت نازک دی. Читать дальше...
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په دولتي دفترونو کې مامورینې او مراجعینې ښځې د یو شمېر نارینهوو له لوري ځورول کېږي. د دې وزارت ویاندې رویا دادرس پرون ازادي راډیو ته وویل چې ډېرې ښځې دولتي ادارو ته د خپلو ستونزو د حل لپاره له ورتګه او حتی له کار کولو وېره لري. رویا داد رس وایي: د ښځو ځورول یوازې دا نه دي چې څوک یوې ښځې ته لاس ور واچوي، یا سپکه خبره ورته وکړي، ښځو ته په بده سترګه کتل هم د هغوی د رواني ازار سبب کېږي او هغوی کار نه شي کولای، دا ستونزه په دولتي ادارو کې شته. رویا دادرس وویل... Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، طالبان له دې پرته چې له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، بله لار نه لري. د افغانستان حکومت پرون اعلان وکړ چې په دوو اوونیو کې به په یوه اروپايي هېواد کې د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې پیل کړي. حاجي دین محمد بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په دې خبرو کې ګډون کوي، خو ځای یې لا دقیق نه دی. هغه وویل چې د حکومت د استازي پلاوي لېست هم لا نه دی نهايي شوی. حاجي دین محمد زیاته کړه: دا پلاوی به ان شاالله په لنډ وخت کې جوړېږي، د سولې د موافقې... Читать дальше...
د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو څه کم دوو میاشتو په جریان کې څلور موټربم بمي بریدونه شوي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. دولتي چارواکي په دغو بریدونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د ډېری ولسي وګړو چې ښځې او ماشومان هم په کې برخه لري، د ور اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي. خو د ولایتي شورا غړي یې په مخنیوي کې دولت پړ، ناتوانه او بې غوره ګڼي. دوی وايي، دولت او د دولت کشفي او استخباراتي ادارې یې مخنیوی د ځان مسؤلیت نه ګني او غواړي چې د دا ډول بریدونو مخه دې ونیول شوي. دا په... Читать дальше...
د افغانستان د ملي اردو یو منصبدار پرون د جولای په ۲۷تمه د کابل- پروان پر لار د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي دي. د ازادي راډیو خبریال وايي چې وسله والو طالبانو د کلکان په ولسوالۍ کې د ملي اردو منصبدارانو ته کمین نیولی و. د کلکان ولسوال محمد غفور پوپلزي ازادي راډیو ته ویلي چې تورن شفیق الله د کلکان ولسوالۍ د پل چمچه مست په سیمه کې وژل شوی او دوه ملګري یې زخیمان شوي دي. د هغه په وینا، تورن شفیق الله د بګرام ولسوالۍ د ملي اردو د محافظت د لوا د استخباراتو مشر و. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د رپوټونو په حواله، په پاکستان کې د تحقیقاتو فدرالي ادارې د افغانستان د وسله والو طالبانو د مخکني مشر ملا اختر محمد منصور پانګه کنګل کړې ده. دا خبر بي بي سي او افغانستان ټایمز د پاکستان د پلټنو د فدرالي ادارې په حواله خپور کړی دی. خو ازادي راډیو د دې ادارې پر رسمي ویبپاڼه داسې معلومات ونه موندل. په دې خبر کې د پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوي چې ملا اختر محمد منصور په کراچۍ ښار کې د ځمکو او کورونو کاروبار (د رهنمای معاملات) کار کاوه او ډېر ملکیتونه یې هم درلودل. د دې ادارې په حواله همدا... Читать дальше...
د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې نږدې دوه زره کسانو پرون د جولای په ۲۷مه اعتراضي مظاهره وکړه. مظاهره د یوې پنځلس کلنې نجلۍ له اختطاف، پر هغې د جنسي تېري او قتل سره د پولیسو د چلند پر ضد شوې وه. له همدې مسئلې سره په تړاو د جمعې په ورځ د رومانیا د ملي پولیسو مشر له دندې لېرې شو. په رومانیا کې د بېړنيو حالاتو د مرکز په وینا، تښتول شوې نجلۍ د جولای په ۲۵مه درې وارې د پولیسو عاجلې شمېرې ته ټيليفون کړی و او مرسته یې غوښتې وه، خو پولیسو ۱۹ ساعته وروسته ځواب ورکړی و. له کله راهیسې چې دا مسئله رسنیو... Читать дальше...
د عامې روغتیا وزیر له پرمختګونو سره سره مني چې اوس هم د روغتیا په برخه کي ستونزې شته. فېروزالدین فېروز له ازادي راډیوسره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دولت بودجه د هر افغان لپاره په روغتیایي برخه کې د کال ۵ ډالره ده. ښاغلي فېروز له نسیم شفق سره دې او نورو پوښتنو ته ځواب ویلی. وېډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости