لاریون کوونکو په هانګ کانګ کې هوايي ډګر ته د موټرو غځېدلې لارې تړلي
په هانګ کانګ کې زرګونو لاریون کوونکو د لا زیاتې ډموکراسۍ لپاره د چین د پاملرنې راګرځولو په هدف چې د هغه هېواد له خوا اداره کېږي، تېره شپه د دغه ښار هوايي ډګر ته غځېدلې د موټرو او عامه ټرانسپورت لارې وتړلې. د دغه لاریون له امله پرون یکشنبه لس پروازه لغوه شول. دا لاریونونه د هانګ کانګ په مرکز کې لاریون کوونکو سره د پولیسو تر اخ او ډب وروسته وشول. په دغه اخ او ډب کې لاریون کوونکو له تیلي بمونو استفاده وکړه او ځيني ځایونه یې وسوځول. پولیسو هم د لاریون کوونکو په وړاندې له اوښکې بهوونکو ګازو او اوبو څخه کار واخیست. Читать дальше...