کابل ته له سفر وروسته خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي
په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي تېره شپه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې کړي. ښاغلي شاهین ویلي چې خبرې ښې وې او د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پکې پرمختګ شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. Читать дальше...