د جنوري پر ۱۱مه د پېښور په نشتر هال کې ((د فاټا تر انضمام وروسته حالت باندې د قبايلو د حقونو قامي جرګه)) وشوه. په جرګه کې د قبایلي سیمو مدني فعالانو، سیاستوالو او ځوانانو د یو قرارداد له لارې ۱۲ نکاتي اېجنډا منظوره کړه. په دغه غوښتنو کې په قبايلی سیمو کي د بیا سرشمېرني، د قبايلي ضلعو د معدنیاتو قانون ته د بیاکتنې، په سيپېک پروژه کې قبايلي ضلعو ته د برخې ورکولو او په قبايلي ضلعو کې پر ډیورڼد کرښه د ولسونو د تګ راتګ لپاره ولس ته د اسانتیا ورکولو غوښتنې شامل دي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې پر واورو د لوبو مېله پیل شوې ده چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي دي. نياز احمد خان پرې ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قومندان امیر علي حاجي زاده ویلي، ددې ځواک هوايي کنډک تهران ته نژدې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو "بشپړ مسولیت" مني.
ښاغلي حاجي زاده په خپله وینا کې چې د ایران پر دولتي ټلویزیون خپرېده دغه خبره کړې ده.
د ایران مذهبي رهبر ایت علي خامنه يي هم په الوتکه کې د ۱۷۶ قربانیانو له کورنیو سره "ژوره عمرازي" څرګنده کړې او په یو بیان کې ددې هېواد له وسلوالو ځواکونو یې غوښتي څو "هغه ممکنې نیمګړتیاوې او جرم وڅېړې چې ددې درناکې پېښې سبب شوي دي."
تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غور ولایت کې یې د کمنج دره او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې یې د تخت دره له طالبانو نیولې دي او دغلته یې د درېیو اوونیو عملیاتو په لړ کې ۴۸ وسلوال طالبان وژلي دي.
د کمنج دره له دوو کلونو او په هرات کې د تخت دره د نهو کلونو راهېسې د طالبانو په واک کې وې.
دفاع وزارت نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپانه کې ویلي دولتي ځواکونو له درېیو اوونیو راهېسې په غور، هرات او فراه عملیات پیل کړي چې په جګړو کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو ترڅنګ د هغوی ۶ لوی مرکزونه له منځه وړل شوي.
... Читать дальше...
د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر موټر سړک کې ځای پرځای شوی ماین چاودلې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نه شته.
په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت تایید کړې چې پر سرتیرو یې کندهار کې په سړک کې ايښودل شوی ماین چاودلې، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
د جرمني خبري اژانس د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت د ویاند په حواله ویلي، "موږ وضیعت څېړو او نورو معلومات چې چمتو شي، شریک به یې کړو."
یوې سیمه ییزې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال... Читать дальше...
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان پر هوايي حریم د الوتنو په شمېر کې ۲۵ په سلو کې زیاتوالی راغلی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، په هغو ولایتونو کې چې د څېړل شویو شکایتونو پر بنسټ باید رأی شمېرنه پیل شي، لا هم اقدام نه دی شوی.
د امریکا بندیزونو دا وار د ایران د حکومت اته لوړپوړي چارواکي او د هغه هېواد د فولادو او نورو فلزاتو یوشمېر کارخانې په نښه کړې دي.
په تهران کې د اوکراینۍ الوتکې غورځېدو په پېښه کې ۱۳ افغانان هم وژل شوي. رحیمه کاتبي او حسین رضايي په سوېډن کې اوسېدل، خو شاوخوا شل ورځې وړاندې ایران لاړل او له خپلو کورنیو سره په ګډه یې د خپلې کوژدې مراسم ترسره کړل.
د افغانستان د روغتیايي قوانینو د پلي کېدو د ارزونې ریاست چارواکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په کابل کې لسګونه روغتیايي مرکزونه چې په غیر قانوني ډول یې فعالیت درلود، تړلي دي.
د پښتو ژبې فلمونو وتلی اداکار عمران خټک وایي، د ضیاوالحق په واکمنۍ کې د 'غېر اخلاقي' فلمونو پرضد يې تحریک پیل کړی و چې پکې زندان ته هم تللی و. له نوموړي سره عظمت علي شاه خبرې کړې چې په دې ویډیو کې يې کتلای شئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له یو شمېر هېوادونو سره یې تهران ته نژدې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د پېښې په اړه د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو په هدف د یوې نړیوالې ډلې پر جوړیدو هوکړه کړې.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د پېښې تړاو د کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو چې وګړي یې په قربانیانو کې شامل دي له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلفوني خبرې کړي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن پر خپل ټویټر لیکلي، د رالوېدلې الوتکې د قربانیانو ۱۳ تنه افغانان دي. Читать дальше...
د جنوري پر ۱۰مه ماښام مهال د کوټې ښار په یوه جومات کې له بمي چاودنې د افغان طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم زوی عبدالغفور او د پاکستاني پوليسو يو لوړرتبه افسر امان الله په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
په دې اړه د ایوب ترين ویډیويي راپور وګورئ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، کیف تمه لري چې په تهران کې د حکومتي ځواکونو له خوا په توغندي د راغورځول اوکراینۍ الوتکې په اړه ایران بشپړه څېړنه وکړي، پړه ومني او زیانمنو ته تاوان ورکړي.
ایران نن شنبه (جنورئ ۱۱مه) ومنله چې دغه مسافر وړونکې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نسکوره کړې ده. پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ رامنځته شوه او د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ ووژل شوې.
د اوکراین د ولسمشر په رسمي ویب پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "موږ له ایران تمه لرو چې په دې اړه بشپړې... Читать дальше...
د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو د پاکستاني وزير اعظم عمران خان پر "هنرمند پاکستان پروګرام" خبرې کړي دي. د قبايلي سيمو يو شمېر ځوانان وايي له دې پروګرامه به دوی ته څه ګټه ترلاسه نشي. دوی وايي دغه هنري زده کړې به هغه چاته ګټه ورسوي څوک چې د "کامياب جوان پروګرام" لاندې قرضه ترلاسه کړي خو د دوی په خبره د قرضو اخيستو لپاره شرايط زياتره قبايل نشي پوره کولای. د خپرونې ګډونوال د پاکستان تحريک انصاف د ځوانانو څانګې يو مشر مينا خان اپريدی او د قبايلي ځوانانو غورځنګ مشر احسان الله احسان دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د څو ورځو له انکار نه پس ایران ومنله چې هغوی په تېروتنې د اوکراین الوتکه غورځولې، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، هیواد یې تمه لري چې ایران به د یادې پېښې بشپړې پلټنې وکړي، خپله ټوله پړه او تاوان پر ځان ومني.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند چارواکي، د افغانستان د هوايي حریم دعوایدو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس محمدقاسم وفايي زاده نن آزادي راډیو ته وویل، د افغانستان پر هوايي حریم د الوتنو په شمېر کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی.
"د ایران په فضا کې رامنځته شويو ستونزو ته په پام سره د ایران په هوايي حریم کې د هوايي ترانزیت د ترافیک لوری بدل شوی او د افغانستان په فضا کې په هوايي ترانزیتي ترافیک کې زیاتوالی راغی."
نوموړي وویل چې له هر پرواز نه افغانستان ته له ۷ سوه امریکايي ډالرو زیاته مالیه راځي. Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې د جنورۍ پر لسمه یې له خپل روسي سیال سېرګی لاوروف سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او د منځني ختیځ په اړه یې بحث کړی دی.
د کوټې ښار په یوه جومات کې له بمي چاودنې د افغان طالبانو د قاضي القضات عبدالحکيم زوی عبدالغفور او د پاکستاني پوليسو يو لوړرتبه افسر امان الله هم وژل شوی.
سټارز اېنډ سټراپس ورځپاڼې د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په لویدیځ کې هوايي برید ته پام اړولی او د حکومتي چارواکو په حواله یې ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل او د سیمې د هېوادونو د اندېښونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
په ارزګان کې پرون )جنورۍ لسمه) خلکو د سولې د ولسي حرکت په ملاتړ لاریون وکړ.
د سولې د ولسي حرکت غړو پر لاریون کونکو غږ وکړ چې ویښ شي او نور خلک هم وهڅوي چې د جګړې پر ضد غږ اوچت کړي او د سولې لپاره اتحاد وکړي.
لاریون کونکو دافغانستان پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې روغه وکړي.
د سولې ولسي حرکت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له هلمنده پیل شوی و او له هغه راهیسي ولایت په ولایت د سولې لپاره لاریونونه او غونډې کوي.
د ایران دولتي ټلویزیون ددغه هېواد د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې راغورځول شوې ده.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چې په شلو ولایتونو کې د راییو د بیاشمېرني د بهیر پيل وځنډول شو.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن شنبه د جنورۍ ۱۱مه پیل کېږي.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رأیو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.
ښاغلي ابراهیمي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسون په عمومي ډول متعهد دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې پرون د جنورۍ په لسمه، په یوه جومات کې په چاودنه کې ۱۵ تنه ووژل شول.
په وژل شوو کسانو کې د کویټې پولیسو یو لوی مشر امان الله هم شامل دی.
چاودنه د کویټې د سټلایټ ټون دغوث اباد په جومات کې د ماښام د لمانځه په وخت کې وشوه.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر خبریالانوته وویل چې ۱۹ کسان زخمیان شوي دي او د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب بلل شوی دی.
د حملې مسئولیت د داعش وسله والې ډلې اخیستی او ادعا یې کړې چې حمله انتحاري وه.
د رپوټونو پر اساس، د غوث اباد... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России