د ورکو کسانو وکیل انعام رحیم زوی پر خپل پلار لګېدلي تورونه نه مني
پر انعام رحيم تور دی چې سرکاري خفیه قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) یې مات کړی او خفيه مالومات یې په ډاګه کړي دي.
پر انعام رحيم تور دی چې سرکاري خفیه قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) یې مات کړی او خفيه مالومات یې په ډاګه کړي دي.
په بلوچستان کې سوداګرو د اوړو د بحران رامنځ ته کېدو ویره ښوولې ده. په دې صوبه کې د شل کلوګرامه اوړو قيمت تر ۱۱۰۰ سوه روپيو زيات شوی دی. سوداګر تور پورې کوي چې له پنجابه غنم صوبې ته وروړل شوي خو چارواکو په ګودامونو کې ساتلي دي. په دې اړه د ايوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
پناه غوښتونکي افغانان د یونان د کډوالۍ په کمپونو کې له ساړه ژمي ځوریږي. د امریکا د بهرنیوچارو وزیرمایک پمپيوپه بغداد کې د امریکا پرسفارت بریدپه کلکوټکوغندلی. د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون له خپلې ښځې سره د اس سورلۍ او غرمځلۍ لپاره وتلی دی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
اصف جلالي د زړه سکتې له امله په کابل کې ساه ورکړه. لېمه هادي د اصف جلالي د جنازي دې مراسمو ته ورغلې او دا ویډیويي راپور يې پرې چمتو کړی.
د افغانستان مشهور کومیډین او د تیاتر او سینما لوبغاړی اصف جلالي نن په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.
ازادي راډیو ته د رسېدلي سند پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره د ثبت شویو ۱۶۵۰۰ شکایتونو له ډلې، تر طبقه بندۍ وروسته، ۱۲۱۹۶ معتبر ګڼل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر په قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، له طالبانو سره سوله له افغانستانه بهر د خبرو له لارې نه شي ټینګېدای.
ټاکل شوې ده د ترکیې پارلمان نن لیبیا ته د سرتېرو لېږلو په اړه بحث وکړي. ویل کیږي دا اقدام ښايي نن په بیړنۍ غونډه کې تصویب شي. په طرابلس کې د لیبیا حکومت چې ملګري ملتونه یې په رسمیت پيژني، د پخواني پوځي جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ د یوې نظامي ډلې سره جګړه کوي. په داسي حال کې چې د جنرال حفتر ځواکونه د مصر، روسیې او متحده عربي اماراتو ملاتړ لري، ترکیه او قطر د طرابلس د حکومت ملاتړ کوي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په طرابلس کې د صدراعظم فایز سراج حکومت له انقرې غوښتي چې خپل ځواکونه لیبیا ته ولیږي. Читать дальше...
د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د روسیې د شمالي قفقاز سیمې په انګوشیتیا جمهوریت کې د یوې حملې مسئولیت منلی چې یو پولیس په کې ووژل شو او درې نور ټپیان شول. د تیرې سې شنبې په ورځ په پلازمېنه مګاس کې دوو کسانو دا پولیس په خپل موټر وواهه او پر نورو پولیسو یې د چاقو حمله وکړه. د میخایل میزيېف په نوم یو اتلس کلن حمله کوونکی ووژل شو او بل د احمد اماګازیف په نوم ۲۳ کلن ټپي شو او تر اوسه په روغتون کې دی. د سايت په نوم استخباراتي ادارې چې پر انټرنټ د تروريستي ډلو فعالیتونه تعقیبوي، وايي چې د چهارشنبې په... Читать дальше...
د افغانستان مشهور کومیډین او د تیاتر او سینما لوبغاړی اصف جلالي جنازه نن په کابل کې په عیدګاه جومات کې وشوه او مړی یې په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. جلالي تېره ورځ د زړه د سکتې له کبله په ۵۷ کلنۍ کې مړ شو. د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو، سیاسي څېرو او عامو خلکو د ښاغلي جلالي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل. اصف جلالي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. Читать дальше...
د هرات ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوه درې کسیزه سړي تښتوونکې ډله یې نیول شوې ده. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې دغو کسانو غوښتل د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې د یوه سوداګر زوی وتښتوي خو ونه توانېدل. دوی د ملي امنیت منسوبینو له خوا نیول شوي دي او اعتراف یې کړی چې د پیسو په بدل کې يې د دې سوداګر زوی تښتاوه. سړي تښتونه په ځانګړې توګه د سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده او د افغانستان حکومت په دې اړه په کلکه قوانین نافذوي.
د افغانستان د حکومت د جوړښت په اړه کابل کې د امریکا سفیر تر څرګندونو وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په حکومت کې نورو سیاسي اړخونو ته ونډه ورکول د راتلونکي ولسمشر صلاحیت دی.
د سوات په ملم جبه کې ۱۲کلنه عزره بي بي چې نه خبرې کولای شي او نه اورېدای شي د واورو لوبو تکړه لوبغاړې ده او د نورو په شان په لوبو کې مخې تلل غواړي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکي وايي، د سمون په نوم د یوې محلي راډیو کارکوونکی صفر محمد اتل تېره شپه د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، د ښاغلي اتل د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی. د والي ویاند وویل چې لا ددغه قتل انګېزه معلومه نه ده او چا یې هم مسئولیت نه دی منلی. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د سمون راډیو د مدیر مسئول حیات الله ساحل په حواله ویلي چې سفر محمد اتل له دغې راډیو سره د تخنیک په برخه کې کار کاوه. ښاغلي ساحل ویلي چې... Читать дальше...
د عراق پوځ ویلي چې ایران پلوه نیمه پوځي ډلې په بغداد کې پر امریکايي سفارتخانه د بلوه ګرو تر حملې یوه ورځ وروسته له سفارتخانې د باندې سیمې پر شا شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د قاري وکیل په نوم د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان وژلی. د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، عملیات تېره ورځ شوي او په ترڅ کې یې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي. دا عملیات په داسې مهال کیږي چې تازه د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د اوربند تر نهایي کیدو پورې به د وسله والو په نښه کولو ته دوام ورکړي. تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د ادارې مسولین وایي که څه هم په جنوبي سالنګ کې د واورې ورېدل دوام لري خو لاره د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ نه ده تړل شوې. د دې ادارې اجرایه مدیرسمع الله نن ازادي راډیو ته وویل چې څلورعملیاتي ډلې یې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې سخت د واورو په توږلو لګیا دي. هغه وویل چې که د واورې د ورېدو شدت کم شي، ښایي څوساعته وروسته ټریلرونو ته هم په دې لارې د تېرېدو اجازه ورکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک د جنورۍ پر لمړي ماښام مشال ریډیو ته وویل مسوده د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د کابینې له غونډې منظوره شوه او له دې وروسته به یې پارلیمان ته وړاندې کوي.نوموړي په قانون کې د شویو بدلونونو په اړه نور مالومات ور نه کړل
د ایران دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې د دې هیواد په شمال ختیځ کې د سنګان سیمه زلزلزلې لړزولې ده. د زلزلې شدت د ریښتر په اندازه ۵،۸ ثبت شوی. د خبرله مخې د دغې زلزلې مرکز د سنګان ښار تر ځمکې اته کیلومتره لاندې و. تراوسه د زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي. سنګان چې د افغانستان پولې ته نژدې پروت دی، د وګړو شمېر یې شاوخوا لس زره تنه دی.
د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د یوې فابریکې د نړیدو له امله څو تنه ترخاورو لاندې بند پاتې دي. دا پیښه د نوي ډیلي په لویدیځ د پیراګاري په سیمه کې شوې ده. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه فابریکه تریوې چاودنې وروسته ونړیده. په دې اړه نورجزیات نه دي ورکړل شوي. د هند په فابریکو کې دا ډول پېښې ترډېره د خوندیتوب د ناوړه شرایطو او اورلګیدو له امله رامنځته کیږي. تېره میاشت په یوه ودانۍ کې د اورد لګېدو له امله ۴۳ کسان مړه شوي و.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع وزارت مرستیال محمد یاسین ضیا او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست ضیا سراج فراه ته تللي ترڅو ددغه ولایت امنیتي وضعیت وارزوي. د فراه مرستیال والی مسعود بختورد دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې دوی د فراه پر امنیتي وضعیت، د ښار پرامنیتي کمربند او همداشان د نویو عملیاتو په اړه چې د شهید بختور په نوم پیل شوي، مفصلې خبرې وکړې. د دې غونډې هدف دا وو چې په څه ډول د فراه اوسېدونکو... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د امریکا د خبرو له بې نتیجې پاتې کېدو سره سره په تېرې یوې اوونۍ کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې طالبان به اوربند وکړي.
په اوکراین کې سلګونه کسانو پرون د جګړې د وختونو د یوه لانجمن مشر سټیپان باندرا د زوکړې ورځ ولمانځله. د غوندې ګډونوالو چې شمېر یې زر تنه ښودل شوی د سټیپان د درنښت لپاره په کییف ښار کې شمعې بلې کړې وې. سټیپان په دویمه نړیواله جګړه یوه وسله واله ډله رهبري کوله. دی که څه هم اوکراینیانو ته یو اتل دی خو په روسیه کې د یوه خایین په سترګه ورته کتل کیږي چې د شوروي اتحاد په وړاندې یې له نازیانو سره لاس یو کړی و. د اوکراین پولیسو ویلي چې په کیف کې د سټپيان باندرا په یاد جوړه شوې غونډه او لاریون په سوله ییزه توګه پای ته ورسېده او څوک نیول شوي نه دي.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پرون دوه تورن کسان په ډزو وژل شوي دي. د خیبرپښتونخوا د سوات پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د پولیو د دوو ساتونکو پولیسو په وژنې دوه تورن کسان حمیدالله او اسامه هغه وخت د بریدګرو په ډزو ولګېدل چې دوی د نورو شکمنو کسانو د پيژندلو لپاره زندان ته روان کړي و. د پولیسو او بریدګرو په نښته کې پولیس نه دي ژوبل خو دواړه تورن کسان ځای پر ځای وژل شوي. ولسي خلکو او خپلواکو سرچینو د دې خبر د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости