Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 16.01.2020

په هرات ولایت کې د ښځو په اړه لوحو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې پر یو شمېر لوحو لیکل شوي پيغامونو غبرګونونه راپارولي دي. پر دغو لوحو لیکلي: د ښځو بد حجابي د نارینه وو د بې غیرتۍ له کبله ده. د هرات د مدني فعالانو په باور په هرات ښار کې د لوحو د نصبولو تر شا هدف د اندېښنې وړ دی. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير ويډیوګرافي: شاهپور صابر

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي د تاوتریخوالي کمول معنی نه لري باید اوربند وشي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوسیه سنا جرګې ته واستول شوه. او په نیپال کې د کم عمره وادونو والا زیاتې ستونزې لري. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.



د مشال راډيو د هنري خپرونو په اړه د سندرغاړو نظرونه

Mashaalradio.com 

د مشال راډيو د ۱۰مې کليزې په مناسبت مو د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې د سيمې له پېژندلو سندرغاړو، بختيار خټک، کرن خان او اسخاق حان سره خبرې کړې دي. دوی د پښتني هنر، په تېره د موسيقۍ د خپراوي او ودې چارو لپاره راډيويي خپرونې ارزښتناکې وبللې. بختيار خټک وويل، پښتانه نه يوازې موسيقي خوښوي بلکې سندرغاړو ته احترام هم لري. کرن خان په دې اند وو چې د کليوالو هنرمندانو لپاره ځانګړې راډيويي خپرونې بايد جوړې شي. اسحاق خان د سيمې له هنرمندانو سره د خپلو ويډيويي مرکو په اړه معلومات ورکړل چې د مشال راډيو پر ووبپاڼه او فېسبوک خپرېږي. Читать дальше...

د حج وزیر د وهلو ډبولو جرمانه؛ ۳ لکه ډالره

Pa.azadiradio.com 

له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له هرې بې‌احترامۍ او بې‌حرمتۍ سره به د قانون په اساس چلند کېږي.

کابل ژوبڼ مېله‎ځای او د عوایدو سرچینه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ژوبڼ چې نه‎یوازې د ښاریانو لپاره ښه مېله‎ځای دی، بلکې حکومت ته هره میاشت پنځه میلیونه افغانۍ عاید هم برابروي. خو په دې ژوبڼ کې حیوانات څه ډول ژوند لري؟ د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد دې ژوبڼ ته ورغلې او دا وېډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی:



قریشي: طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته لېوالتیا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د جنورۍ په ۱۶مه وویل چې طالبانو د تشدد کمولو ته لېوالتیا ښودلې او دا یو مثبت پرمختګ دی. قریشي په یوه وېډیويي پیغام کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌پاڼه خپور شوی، ویلي چې له طالبانو دا غوښتنه کېده چې تاوتریخوالی راکم کړي او دا د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د موافقې لپاره یو ګام و. شاه محمود قریشي زیاتوي: "د امریکا او طالبانو خبرې له یوې مودې راهیسې روانې دي، پاکستان غوښتل چې د امن پر لور حرکت وشي، افغانستان او پاکستان امن ته اړتیا... Читать дальше...

د سولې وزارت: د تاوتریخوالي کمول یعنې څه؟ طالبان باید اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې روانې دي او طالبانو د اوربند په ځای د تاوتریخوالي د کمولو خبرې کوي، د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم پر اوربند ټینګار کوي.

روحاني: اوس هم د پخوا په اندازه یورانیم غني کوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټمي موافقې تر لاسلیک مخکې یې کول. ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي. خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د جنورۍ په ۱۶مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی پرمختګ ته دوام ورکړی دی. غني شوي یورانیم د اټمي ریکټرونو لپاره د سوخت د توکو د جوړولو لپاره استعمالېږي، خو په عین وخت کې د اټمي... Читать дальше...

د بلخ ۶ ولسوالیو کې څارنوالۍ او محکمې بندې دي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د زارع، کشنده، چهاربولک، چمتال، دولت‌اباد او شورتپې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې د څارنوالۍ او محکمې ادارې بندې دي او یاده مسئله سبب شوې چې خلک له خپلو حقونو محروم شي.

د اذربایجانۍ خبریالې اسماعیلوا پر سفر د بندیز لیرې کولو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو د ملاتړ درېیو نړیوالو، غیر حکومتي ادارو د اذربایجان پر حکومت ټینګار کړی چې پر خبریالې خدیجې اسماعیلوا د سفر بندیز لیرې کړي او هغې ته اجازه ورکړي چې بریټانیې ته ولاړه شي. خدیجه اسماعیلوا به په بریټانیا کې د یوه اذربایجاني خبریال په برخه کې شهادت ورکوي چې یوه مدافع وکیل د بدنامولو په یوه مسئله کې افترا کړی دی. خدیجه اسماعیلوا د اذربایجان له پېژندل شویو خبریالانو ده چې تحقیقاتي راپورونه‌یې جوړول او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپاره‌یې هم کار کاوه. هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اذربایجان... Читать дальше...

خوست کې لسګونه ښځې مسلکې ښوونکې شوې

Mashaalradio.com 

د خوست د درېوو اطرافي ولسوالیو او مرکز نېږدې ۸۰ تنه نجونې او میرمنې د ښوونکو روزنې له مرکزه د مسلکي ښوونکو په توګه فارغې شوې. خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د پام وړ نجونې يې ښوونځیو کې زده کړې کوي. د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.

زابل کې ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د زابل چارواکي وايي، د ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي دي. دغه چارواکي زیاتوي دا ماین د کندهار-زابل پر لویه لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار برېښنا شرکت د کارکوونکو پر مازدا موټر چاودېدلی دی. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي رادیو ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د برېښنا شرکت د قراردادي کارکوونکو موټر د عمومي سړک څخه فرعي سړک ته اوښتی او پر خښ شوي ماین برابر شوی دی. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

تنکیو ځوانانو ته د والیبال فني زده‌کړې ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د والیبال تنکیو ځوانانو ته د والیبال لوبې د فني زده‌کړې یو ورځنی سمینار پیل شو. په دغه سمینار کې به د والیبال لوبغاړو ته د دې لوبې د فني زده‌کړې ترڅنګ په دې لوبه کې د نړېوالو قوانینو په اړه هم معلومات ورکړل شي. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې ویاند مجیب قاري‌زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دې سمینار د جوړېدو هدف ځوانو او نویو ښځینه لوبغاړو ته د والیبال لوبې په اړه د یو شمېر طرزالعملونو ترڅنګ نړیوال معیارونه او قوانین هم په عملي بڼه وروښودل شي. د ښاغلي قاري‌زاده په خبره،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Наташа Королёва

«Уже поперек горла стоит»: Пригожин поддержал Королеву после инцидента на ТВ





Rss.plus
Культура

В Пушкинский день театр кукол «Ульгэр» выступил в райцентре Ресрублики Бурятия: Россия и Культура, Дети




Глутаматное приключение: пробуем чипсы с самыми странными и безумными вкусами

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Соцфонд выдал проактивно 3,2 млн сертификатов на материнский капитал

Фотовыставка ко дню предпринимателя открылась в Балашихинской картинной галерее

280 тысяч москвичей выбрали лучший дизайн новых станций метро




د مشال راډيو لسمه کليزه

Mashaalradio.com 

د جنورۍ په پنځلسمه د مشال راډيو لس کاله پوره شول. دا سفر لا روان دی او مشال راډيو د تل په څېر کوښښ کوي چې د پښتنو غږ تر نړۍ ورسوي. د مشال راډيو د کليزې په موقع پرون اسحق خان دا ويډيو جوړه کړې چې تاسي پکې زموږ د همکارانو خبرې او کار په اړه اورئ.

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله سبا افریقا سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله سبا ته د ۱۹ کلنو ۵۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ لوبه د سویلي افریقا سره ترسره کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبه به د افغانستان په وخت سبا د جمعې په ورځ ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.  هېره دې نه‌وي چې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پيلېږي او د فبرورۍ میاشتې تر نهمې نېټې پورې دوام کوي. افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ... Читать дальше...

د باړې عالم ګودر کنډواله ښوونځی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا باړې عالم ګودر ښوونځی چې ودانۍ یې څه نا څه ۵۰ کاله زړه ده خو د نه رغولو له کبله کنډواله شوې ده. د سکول دروازې ماتې دي، د کوټو چتونه ویجاړ پراته دي او زده کوونکي د سکول په دغه ویجاړه ودانۍ کې زده کړې کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.

روحاني له ایرانیانو د یو موټي پاتې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د خبرو پر مهال له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې یو موټی پاتې شي. حسن روحاني وویل: "د دغو ټولو پېښو پر مهال هغه څه چې لاسته راوړو، ملي همغږي او ملي یووالی دی، اخري پایله باید ملي جلاوالی نه‌وي." حسن روحاني همداراز د خپل هېواد له پوځه وغوښتل چې د الوتکې د ویشتلو په خاطر دې بخښنه وغواړي. خو د سپاه پاسداران د هوايي ځواک مشر جنرال امیر علي حاجي‌زاده د چهارشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې د ویشتلو په تېروتنه کې د ایران دښمنان ملامت دي ځکه دا کار ورباندې هغوی وکړ. Читать дальше...

چارواکي: کندز کې ۷ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې چارواکي وايي، خان‌اباد ولسوالۍ کې ۷ افغان پولیس وژل شوي دي. په کندز کې د افغان ملي پولیسو او وسله‌والو طالبانو په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندز ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر نن سهار ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ۷ پولیس تېره شپه د خان‌اباد ولسوالۍ په ګدام سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي. هغه وویل چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ادعا کوي چې اوه پولیس‌یې وژلي او د هغوی یو ټانک‌یې تخریب کړی دی. Читать дальше...

ناپېژانده وسله‌والو فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي وژلی

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي نن سهار په ډزو ووژل شو. د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې د استېناف د محکمې د جزا د دیوان قاضي غلام فاروق نن سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و چې ناپېژانده وسله‌والو پرې ډزې وکړې او هغه‌یې وواژه. ښاغلي یورش وویل، وسله‌وال په تېښته بریالي شوي او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې قاضي د وژلو مسئولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о роли несырьевого экспорта в российской экономике


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Композитор

Композитор Классической музыки




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Badlands Champions 1.5.141



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России